روسي ځواکونو د اوکرایین په ختیځ کې د یوه بل ښارګوټي د نیولو ادعا کړې

د روسيې پوځ وايي د اوکرايين ختيځ کې يې د ني يو يورک په نامه يو کوچنی ښارګوټی نيولی دی.

د اوکرايين پوځ د ياد ښارګوټي د له لاسه ورکولو پخلی نه دی کړی خو يوازې دومره يې ويلي چې روسي ځواکونه د ښار او شاوخوا سیمو ته څېرمه بريدونه کوي. د اوکرايين پوځ ويلي بريدونه يې په شاتمبولي او جګړه لا هم دوام لري.

داسې انګېرل کېږي چې د روسيې د کورسک سيمه کې د اوکرايين له خوا د خاورې نيولو يوه موخه دا ده چې روسيه دې ته اړ کړي چې خپل ځينې ځواکونه له ختيځې جبهې وباسي. خو تراوسه داسې نښې نه تر سترګو کېږي.

په همدې حال د اوکرايين د پوځ مشر الکساندر سيرسکي ادعا کړې چې د روسيې په کورسک سيمه کې يې ۹۳ کلي او کوچني ښارګوټي نيولي دي.

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي په ختيځ کې وضعيت کړکېچن بللی خو وايي اوکراييني ځواکونه د روسيې پوځ د له منځه وړلو لپاره بشپړې هڅې کوي. د اوکرايين پوځ مشر په يوه خبري غونډه کې ويلي، روسيه د اوکرايين په ختيځ کې د جګړې کرښې ته اضافي سرتېري استوي.

ني يو يورک ښارګوټی د تورتسک سيمې په جنوب کې پروت دی. روسي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په جنوب ختيځ کې د زليزن ښار د نيولو ادعا هم کړې وه.

بل پلو د روسي ځواکونو له پرمختګ سره اوکراييني چارواکو د دوشنبې په ورځ له پوکروفسک سيمې د وتلو امر کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکرايين لوی درستيز ويلي د کورسک په سيمه کې له ۲۸ تر ۳۵ کیلومترو پورې ننوتلي چې په ټوليز ډول يې ۱۲۶۳ کيلومتره مربع ځمکه نيولې ده.