د سالنګ تونل کې ټانکر اور اخیستو پېښه کې یو تن مړ او ۲۵ ټپیان شوي

د کابل- شمال پر لویه لار د سالنګ تونل کې په یوه ټانکر کې اور لګېدلی چې له کبله یې یو تن مړ شوی او ۲۵ نور ټپیان دي او لار د ترافیکو پر مخ د لنډې مودې لپاره تړل شوې وه.

باختر خبري اژانس د سالنګونو د ساتنې او مراقبت د مشر حافظ محمد یعقوب له خولې وايي، پېښه په ځايي وخت د شپې شوې چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د اوروژنې ماموران سیمې ته تللي.

د پروان د والي ویاند حکمت الله شمیم هم ویلي چې پېښه کې یو تن مړ او ۲۵ ټپیان شوي ‌دي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویلي د سالنګ تونل کې د سونتوکو یو موټر اور اخیستی،‌ خو لا مالومه نه ده چې د تېلو موټر و او که د ګازو ټانکر.‌

ددغې قومندانۍ ویاند مولوي شېر احمد برهاني رسنیو ته ویلي، د اور لګېدو له کبله لار تړل شوې او څوک د تونل د ننه نه شي ‌تللی.‌

بله خوا د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح پر فېسبوک لیکلي، هلته یو ټانکر اوښتی چې له شمالي اړخه څوک تونل ته نه شي ننوتلی.‌

نوموړی وايي، دا ټانکر له شمالي خوا را روان وو چې د تخنیکي ستونزې له کبله اوښتی او هم‌مهاله یې اور اخیستی دی.‌

سالنګ لار د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.