خنجان کې جګړه؛ کابل ته د وارداتي برېښنا تارونو د رغولو کار وځنډېد

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ کې د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله کابل ته د ورارداتي برېښنا تارونو د رغولو چاره ځنډېدلې ده.

دې ادارې د جمعې په ورځ خپل بیان کې لیکلي: "د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي ساعت وړاندې د وارداتي برېښنا مزي د بیرته رغولو لپاره خنجان ولسوالۍ ته ورسیدل. خو په سیمه کې د روانې جګړې او نظامي عملیاتو له امله، د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د کار کولو اجازه ور نه کړل شوه. "

د برېښنا شرکت وايي، تخنیکي ډله یې د امنیتي وضعیت برابرېدو ته په تمه ده او زیاتوي، په دا مهال سالنګ کې د وارداتي برېښنا د دویمې پایې د لګولو کار چټک روان دی.

دې ادارې پرون وویل، په سالنګ کې یې یوه پایه په اساسي ډول ورغول شوه.

تېرو څو اونیو کې کابل ته د برېښنا رسولو پایو کې د چاودنې له امله دغه ښار تر ډېره تیاره کې ډوب کړی دی.

د برېښنا کمښت له امله نه دا چې د تولیدي فابریکو کار کې خنډ پیدا شوی، بلکې ځینې سیمو ته د دولتي نلکو له لارې د اوبو رسول هم ځنډېدلي یا کم شوي دي.

کابل ته د وارداتي برېښنا رسولو پایې بیا بیا مختلفو ولایتونو کې په نښه شوې او پلازمېنه د ورځو او ان اونیو لپاره تیاره شوې ده.

طالبانو د چارشنبې په ورځ د خنجان پرون یې د دې ولایت د خوست او نن د ګذرګاه نور ولسوالۍ د نیولو خبره کړې ده. حکومت ویلي دي چې د فاریات داندخوي ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې ده.