د نایجېریا شمال کې خونړي بریدونه؛ ۱۸ کسان وژل شوي ۳۰ ټپیان دي

د نایجېریا د شمال بورنو ایالت کې په یو لړ خونړیو چاودنو کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.‌

ځآيي چاراکي وايي یو مشکوک ځانمرګی برید د واده پر مراسمو شوی، چې شپږ کسان یې وژلي او ګڼ نور ټپي کړي دي.

د بورنو د بېړني مدیریت اژانس ویلي، مشکوکو ځانمرګو بریدګرو پر واده سربېره ګوزا ښار کې د جنازې مراسم او یو روغتون په نښه کړي دي.‌

د نایجیریا دغه ایالت له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د 'بوکو حرام' په نوم وسله والې ډلې خلاف د جګړې مرکز پاتې شوی دی.

په دې جګړه کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او څه باندې دوه میلیونه نور بې ځایه شوي دي.‌

د بوکو حرام نوم په ۲۰۱۴ کال کې تر هغې وروسته په نړیواله کچه مشهور شو چې د همدغه بورنو ایالت په چیبوک ښار کې یې د ښوونځي ۲۷۰ نجونې وتښتولې.

چارواکي وايي د تاوتریخوالي او بریدونو وروستیو قربانیانو کې ماشومان او میندواره ښځې هم شاملې دي.‌

ځینو ځايي رسنیو د وژل شویو کسانو اصلي شمېر د حکومت لخوا تر اعلان شوي شمېر ډېر لوړ ښودلی.

د ' نایجېریا وانګارډ' او 'دېس ډی' په نوم ورځپانو لیکلي چې وروستیو چاودنو لږترلږه ۳۰ کسان وژلي دي.

د نایجیریا پوځ تر دغو خونړیو پېښو وروسته بورنو کې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

تر اوسه رسمآ کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

ګوزار ښار په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرام لاس ته کیوتی، خو یو کال وروسته (۲۰۱۵ کال) ترې د نایجېریا ځواکونو بېرته ونیو.

دا ډله له هماغه راهیسې په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې بریدونه کوي او خلک تښتوي.‌

تېر نومبر کې ۲۰ کسان د برونو په ګاونډي یوبې ایالت کې په یوه جنازه کې تر ګډون وروسته بېرته کورونو ته د ګرځېدو پر مهال د بوکو حرام وسله والو لخوا وژل شوي وو.

وسله والو تر دغه برید یوه ورځ ورمخکې په ګورکایا کلي‌ کې عملیات کړي او ۱۷ کسان وژلي وو.‌

پولیسو هغه مهال ویلي وو چې د دغه کلي خلکو بوکو حرام وسله والو ته د عشر له ورکولو انکار کړی و.