نایجیریا کې نږدې ۳۰۰ زده کوونکي د تښتونکو له منګولو ازاد شوي

د افریقا په نایجیریا کې چارواکو خبر ورکړی چې د انسان تښتونکو له منګولو یې لږ تر لږه ۲۸۰ زده کونکي روغ رمټ خوشي کړي دي.

د رپوټونو پر بنسټ، دا لسګونه زده کونکي د روانې میلادي میاشتې پیل کې د نایجیریا په کوریګا ښار کې تري تم شوي وو.

نایجیریایي چارواکو د ازاد شویو ماشومانو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو په ټوله کې دوی د انسان تښتونکو لخوا د وروستي مهلت له اعلان څو ورځې وروسته خوشي شوي دي.

د دغو ماشومانو عمرونه له ۸ تر ۱۵ کالونو یاد شوي او د مارچ پر اوومه له یوه ښوونکي سره یو ځای تښتول شوي وو.

انسان تښتونکي چې هلته په لار شکونکو هم مشهور دي، په وروستیو کالونو کې یې زرګونه کسان برمته کړي دي.

ډېرې پېښې بیا د نایجیریا په شمال لویدیځ کې ثبت شوې دي.

خو له دې ټولو سره، له دا وروستۍ پېښې وروسته له تېر کال راهیسې د ماشومانو د ډله ییزې تښتونې پېښې کمې شوي دي.

تښتول شوي کسان ډېر کله د باج له اخیستو وروسته خوشي کېږي خو کله د انسان تښتونکو پر وړاندې د حکومت عملیات هم بریالي کېږي.

انسان تښتونکو د ۶۹۰ زره ډالرو غوښتنه کوله

انسان تښتونکو مافیايي ډلو د وروستیو ۲۸۰ ماشومانو د خوشي کولو لپاره ۶۹۰ زره ډالره غوښتي وو خو د نایجیریا حکومت اعلان وکړ چې دا اندازه پیسې نشي ورکولی.

د مارچ پر اوومه، ۲۸۰ شاګردان او ښوونکی یې د سهار شاوخوا نهه بجې هغه مهال له ښوونځي تښتول شوي وو چې لسګونه موټر سپرو غلو پر ښوونځي حمله کړې وه.

په دې ورځ د انسان تښتونکو په ډزو یو ۱۴ کلن تنکی ځوان وژل شوی هم و.

نایجیریايي ځواکونه د انسان تښتونکو له زندانه د ټولو زده کونکو د راخلاصیدو له کبله په ځانګړي ډول ستایل شوي دي.

نایجیریا کې دوه کاله وړاندې د انسان تښتونې ډېرو پېښو مخنیوي په موخه قانوني بحث راپورته شو او بالاخره غلو ته د پيسو ورکول ناقانونه اعلان شول.

د نایجیریا د اوسني قانون له مخې، که څوک انسان تښتونکو ته د چا د خلاصون لپاره پیسې ورکړي، لږ تر لږه په ۱۵ کاله بند محکومېږي خو له دې سره تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نیول شوي.