تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کرېکټ بورډ وايي، پر درېیو لوبغاړو د بندیزونو لانجه حل شوې ده
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
افغان کرېکټ بورډ وايي، له هغو درېیو کرېکټ لوبغاړو سره یې لانجه حل شوې ده، چې د مرکزي قرارداد نه لاسلیکولو له کبله پرې بندیزونه لګېدلي وو.
کرېکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اوریزو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان په ترڅ کې ویلي، مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل الحق فاروقي، د یوه برېښنالیک له لارې افغانستان کرېکټ بورډ ته مراجعه کړې او د ملي لوبډلې په سیالیو کې د لوبېدو لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړی دی.
له دې مخکې تېره اونۍ (دسمبر ۲۵مه) کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې پر یادو درې لوبغاړو فضل الحق فاروقي، نوين الحق او مجيب الرحمان د يوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د بېرته اخيستو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنيو سوداګريزو ليګونو کې د ګډون اجازې نه ورکولو پرېکړه کړې ده.
تازه، د کرېکټ بورډ یوه چارواکي په دې هکله بي بي سي پښتو ته وویل، تر ''ډېره حده جنجال حل شوی، دوی (لوبغاړو) ادارې ته مراجعه کړې، په ټولو لوبو کې یې د غوراوي کمېټې د نامه اعلان په صورت کې ګډون ته چمتوالی ښوولی، په ځوابي برېښنالیک کې بورډ یوې کمېټې ته هم دنده سپارلې چې د موضوع حل لپاره لارې، چارې ولټوي او په نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې د دې لوبغاړو د ګډون په هکله به هم د حل یو هواری راوباسي.''
افغان کرېکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د لوبډلې نوملړ اعلانولو په ترڅ کې هم ویلي، دې لوبغاړو دوی ته په استولي برېښنالیک کې د هغې پرېکړې په اړه د تجدید نظرغوښتنه کړې چې د دوی پر وړاندې له دې وړاندې شوې ده، او له همدې کبله د نوملړ برخه ګرځېدلي دي. د یادونې ده، چې له متحده عربي اماراتو سره د شل اوریزو سیالیو لپاره له هغو درېیو لوبغاړو چې کرېکټ بورډ پرې بندیزونه لګولي دي، د دوو نومونه په لوبډله کې شامل دي.
په دې نوملړ کې له مجیب الرحمان پرته د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، د رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحق (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزي، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نوراحمد او قیس احمد نومونه شامل دي او د شوی دی او راشدخان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب او اعجاز احمدزی د احتیاط لوبغاړو په توګه یاد شوي دي.
د متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې د روانې دسمبر میاشتې پر ۲۹مه او ۳۱مه او دغه راز د ۲۰۲۴م کال د جنوري پر دویمه نېټه ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په مخکینۍ اعلاميه کې د بندیزونو پرېکړې لامل د يادو لوبغاړو له خوا د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه ياده شوې وه چې په وينا يې دا د "ملي ګټو خلاف عمل" دی.
د کرېکټ بورډ دې پرېکړې د لوبې مینه والو او ماهرینو غبرګونونه پارولي وو، چې ځینو یې دا د کرېکټ بورډ "زړوره او انقلابي" پرېکړه بللې وه، خو ځینو بیا ''عجولانه'' پرېکړه وبلله، خو په ټوله کې ټینګار کېده چې باید را پورته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل شوې وای.