تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر درېیو افغان لوبغاړو د کرېکټ بورډ بندیزونو ته غبرګونونه څه دي؟
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغان کرېکټ بورډ له خوا پر درېيو افغان لوبغاړو د يو لړ بنديزونو تر څنګ له هغوی سره د مرکزي قراردادونو لغوه کولو ګڼ غبرګونونه پارولي دي.
یو شمېر یې دا د کرېکټ بورډ "زړوره او انقلابي" پرېکړه بللې، خو ځینو بیا ویلي لوبغاړي هم ملامت نه دي، کرېکټ بورډ هم "هومره سپین" نه دی او ټینګار کوي چې را پورته شوې ستونزه باید د خبرو له لارې حل شوې وای.
خو ګڼ یې په دې اند دي چې په ټوله کې د افغانستان کرېکټ زیان رسېدلی، ځکه پر دغو لوبغاړو له کلونو راهیسې پانګونه شوې او باید داسې په بېړه او احساساتي پرېکړې نه وای شوې.
د بي بي سي خبریال ایمل پسرلی چې تل پر کرېکټ شننې کوي، لیکلي "لاس چې مات شي غاړې ته لوېږي. بورډ هم افغان دی لوبغاړي هم افغانان دي. که هر یو په ستونزه کې وي بل یو سرې سترګې نه شي ګرځېدلی. نو د دې پر ځای چې یوه ته شاباس بل ته مرده باد وایوو غوره ده، چې د دواړو غاړو خبرې واورېدل شي او ستونزه یې حل شي."
ایمل پسرلی زیاتوي " ظاهرأ د بورډ دریځ معقول دی، د لوبغاړو اندېښنې ( خپل راتلونکی اقتصادي حالت) د اورېدو وړ دي، یوازې په احساساتو ګېډه نه مړېږي. د دواړو تر منځ که د جوړجاړي هڅه ممکنه وي درېغ ترې ونه کړو که مو څه له لاسه نه کېږي اقلآ دغه پیدا شوی درز نور هم پراخ نه کړو."
"د کرېکټ بورډ پرېکړې باید انقلابي نه وي"
د نعمان دوست په نامه د کرېکټ یو بل مینه وال وايي،"کرېکټ بورډ یوه ملکي اداره ده، پرېکړې یې باید انقلابي نه، بلکې تخنیکي او مسلکي وي. فقط د تخنیکي، مسلکي او د وطن په خیر پرېکړو ملاتړ لازمي دی."
د کرېکټ چارو کارپوه مشتاق رحیم بیا پر دې ټینګار کوي چې راپورته شوې ستونزه باید د خبرو له لارې حل شوې وای، "کاش خبره دې ځای ته نه وای راغلې او د بورډ او لوبغاړو ترمنځ ستونزه حل شوې وای، خو چې جوړ جاړی نه کېږي، نو تر هر څه لومړی افغانستان دی. نوین، فضل او مجیب باندې زما د ملنګ هېواد ستره پانګه په نولس کلنو او تر هغه وروسته په کورني او نړیوال کرېکټ کې مصرف شوې ده، دا خلک زما د هېواد په پیسو د دې لایق شوي، چې لیګونو کې دې واخیستل شي. زه په اوسنۍ شخړه کې د ادارې ننګه کوم نه د فرد. چې اداره وي، د کرېکټ جوړښت وي، افراد ډیر! "
ښاغلی مشتاق رحیم د کرېکټ بورډ په کړنو هم نیوکې کړي او وايي په وروستیو کې یې د غوراوي کمېټې ښې ټاکنې نه دي کړي. هغه د بېلګې په توګه د عمان خلاف لوبو لپاره د لوبډلې، د نولس کلونو اسیا او نړیوال جام ته غوراوي یادونه کړې ده.
نوموړی زیاتوي دا تخنیکي بحث دی او له سیاسي کېدو دې ډډه وشي، "ښه به دا وي چې بورډ او لوبغاړي ستونزه حل کړي، او د ستونزې په حل کولو کې باید لوبغاړي خپله برخه رول ولوبوي. څو ورځې مخکې مو د هند په غوره لیګ کې د همدې لوبغاړو د لوبېدو خوشالي نمانځلې، مه یې را خرابوئ. پیسې تاسې ګټئ، ټوپونه مونږ درته په دې دلیل وهو چې د وطن نوم در پورې دی."
"د لوبغاړو اېستل اسانه خو ځای ډکول یې کلونه غواړي"
د کرېکټ یو بل مینه وال احسان اتل پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، "پر ملي لوبغاړو بندیز لګول او له صحنې ایستل یې فقط څو ساعتونه وخت غواړي، خو تشه ډکول یې بیا کلونه کلونه وخت او لکونه لکونه ډالر مصرف غواړي."
باوري الهام د ۲۰۱۹ کال ستونزو ته پام کړی او وايي، "کرېکټ بورډ په کال ۲۰۱۹ کې اصغر افغان له کپټانۍ لرې او پر ځای یې ګلبدین نایب وټاکه چې په نړۍ وال جام کې یې یوه لوبه هم ونه ګټله. اوس یې په درې پیاوړو بالرانو بندیز ولګو بندیز د حل لاره نده او باید یاده موضوع هر اړخیزه وڅېړل شي تر څو ټولو ته حقیقت روښانه شي."
د افغان کرېکټ بورډ د رسنیو برخې مخکنی مشر حکمت حسن وايي "له تېرو څو کلونو چې افغان لوبغاړي د نړی په مختلفو ليګونو شامل شوي نو د سنټرل قرارداد نه اخیستلو په اړه د هر کال په اخر کې د لوبغاړو له اړخه پيشنهادونه کېږي. تېرونو کلونو کې هم ورته پيشنهادونه راتلل خو بورډ به د خبرو اترو او ډيالوګ له لارې دا مسايل حلول او لوبغاړو ته به قناعت ورکول کېده. لوبغاړي دا نه وايي چې مونږ په ملي لوبو کې ګډون نه کوو، بلکې غواړي له يو لړ مسوليتونو ځانونه خلاص کړي.
له بندیزونو سره هممهاله بېګ باش کې د مجیب لوبه
ښاغلی حکمت حسن وايي باوري دی چې یاده پرېکړه به بېرته واخیستل شي، "داسې برېښي چې زمونږ کرېکټ بورډ دا ځل د يادې مسلې سره يو څه احساساتي او عجولانه برخورد کړی. زه مطمين يم چې بورډ به خپله پريکړه واخلي او لوبغاړي به سنټرل قرارداد امضا کړي."
د افغانستان کرېکټ بورډ په اعلاميه کې ویلي و، د دې پرېکړې علت د يادو لوبغاړو له خوا د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه ياده شوې چې په وينا يې دا د "ملي ګټو خلاف عمل" دی.
موږ هڅه وکړه چې له دغو لوبغاړو سره هم خبرې وکړو، خو د ځواب په ترلاسه کولو یې ونه وتوانېدو.
د افغان کرېکټ بورډ له خوا پر درېیو افغان لوبغاړو د بندیزونو سره هممهاله مجیب الرحمن نن په بېګ باش سیالیو کې لوبېده. هغه د نننۍ لوبې په څلورو اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.
د کرېکټ بورډ یوه چارواکي بيبیسي پښتو ته ویلي و، دغه درې لوبغاړي د بندیزونو له امله په آي پي ایل کې هم نه شي لوبېدلی.