فیلیپین کې د بېړۍ اورلګېدنې لسګونه کسان وژلي

فیلیپین کې یوې مسافر وړونکې بېړۍ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۲۸ کسان مړه شوي او ۲۳۰ نور ژغورل شوي.

چارواکو ویلي د چهارشنبې پر شپه بېړۍ کې اور لګېدلی خو لا یې هم د څرنګوالي او لامل په تړاو څه نه دي روښانه شوي.

مړو شویو کسانو کې د یوه شپږ میاشتني کوچني په ګډون درې ماشومان هم لیدل شوي.

وړاندې چارواکو ویلي وو د ورکو شویو کسانو شمېر روښانه نه دی، ځکه چې د سپرلیو کره شمېر مالوم نه دی او په نوملړ کې یوازې د ۲۰۵ کسانو نومونه لیکل شوي.

د فیلیپین سمندري ګارډ وايي، د ژغورنې عملیات یې روان دي خو داسې نښې نښانې نه ښکاري چې ګواکې په بېړۍ کې دې بار دروند و.

له پېښې وروسته، د ۱۲ کسانو مړي وموندل شول او باور دا و چې دوی د ژغورونکو واسکټونو له اغوستو پرته اوبو ته وردانګلي او ډوب شوي دي.

د سمندري ګارډ یوه افسر کموډور ریجرډ ویلي وروسته یې د ۱۸ نورو کسانو جسدونه هم وموندل چې په بشپړ ډول سوځېدلي او له پېژندګلوۍ وتلي.

هغه ویلي " له اورلګېدنې وروسته په بېړۍ کې ګډوډي رامنځ ته شوې ځکه چې ډیرې سپرلۍ له خوبه په ناڅاپي ډول له هاهو سره وېښې شوي او وارخطايي یې کړې."

له اورګېدنې سره سم کپتان د بیړۍ ځای پرځای درولو هڅه وکړه، د دې لپاره هغه کسان چې سمندرغاړې ته لامبو وهلی شي وژغورل شي.

د پيښې ځای د فیلیپین باسیلان ولایت ښودل شوی چې بېړۍ پکې بلوک -بلوک نومې ټاپو ته روانه وه.

د فیلیپین ښاروال ارسینا کاهینګ نانو امریکايي ټلویزون سي این این ته ویلي " یوه عیني شاهد ورته ویلي چې د اورلګېدو سره یې د یوې چاودنې غږ واورېده، او د بېړۍ چپه کېدو سره د څو نورو چاودنو غږونه واورېدل شوو."

پلټونکې ډلګۍ وايي د پېښې د ډول او لاملونو کره پلټنه کوي.

فیلیپین د اووه زرو ۶۰۰ ټاپوګان لرونکی هېواد دی چې د نړۍ په کچه د خوندیتوب پاملرنې او وسایلو له اړخه په ټیټه کچه کې یادیږي.

ډېر کله په کښتیو او بېړیو کې ګڼه ګوڼه ډېره او بېړۍ او نور وسایل یې زاړه وي. تېره میاشت په یوه ګړندۍ مزلې بیړۍ کې د اورلګېدو له امله اوه تنه مړه شوي وو، هغه بېړۍ کې ۱۳۴ کسان سپاره وو.

په ۱۹۸۷ کال کې دغه هېواد کې هغه مهال شاوخوا ۵ زره کسان ووژل شول چې یوه مسافر لېږدونکې بېړۍ د مېنډورو ټاپو ته څېرمه د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شوه، دغه پېښه د هغه وخت یو لوی ناورین یاد شوی و.