په بریتانیا کې د کډوالو افغانانو معلوماتو افشا کېدو لسګونه نورې پېښې برالا شوې

    • Author, پهیل کیمپ او بیلې کیمبیر
    • دنده, بي بي سي

د بریتانیا دفاع وزارت منلې چې تېرو څلورو کلونو کې له هغې کاري ډلې چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتونکو افغانانو چارې سبمالولې ۴۹ ځله د غوښتنلیکونو معلومات افشا شوي دي.

له دې مخکې د څلورو داسې پېښو په هکله معلومات برالا شوي وو. په دې کې هغه نوملړ هم شامل و، چې ۲۰۲۲ کال کې افشا شو او د نژدې ۱۹۰۰۰ هغو افغانانو معلومات پکې افشا شوي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته تښتېدل.

د دې پېښې په هکله تېره میاشت له هغه وروسته معلومات عام شول، چې د بریتانیا سترې محکمې یې په هکله د خبرو او خبري پوښښ لګېدلی بندیز لېرې کړ.

د بریتانیا معلوماتو څار ادارې دا " د معمول تعقیب کې له ناکامۍ وروسته د امر نه منلو پراخ کلتور منعکس کولو پرځای یو ځلي پیښه " وبلل شوه.

خو د هغو افغانانو مدافع وکیلانو چې د معلوماتو افشا کېدو له امله اغېزمن شوي وویل چې نوی شمېر، چې د معلوماتو د آزادۍ قانون لاندې بي بي سي ته خپور شوی، د بیا مېشتیدنې په پلان کې د کار کوونکو ترمنځ د کمزوري خوندیتوب کلتور په اړه اندېښنې راپورته کوي.

د بریتانیا دفاع وزارت د معلوماتو هرې افشا شوې پېښې څرنګوالي په اړه د جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې، خو هغه پیښې چې مخکې یې په هکله معلومات خپاره شوي، داسې دي چې چارواکو په ناڅاپي ډول د پناه غوښتونکو د برېښنالیک ادرسونه یا نور شخصي معلومات درېیمې ډلې ته افشا کوي.

په (بارینګز قانون) نومې اداره کې د معلوماتو د ساتنې مشر عدنان ملک چې د هغو سلګونو افغانانو استازیتوب کوي چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې د معلوماتو افشا کېدو له پېښې اغېزمن شوي، وايي:

"هغه څه چې د یوې ځانګړې پېښې په توګه پیل شول او د دفاع وزارت په پیل کې هڅه وکړه چې د خلکو له نظره یې پټ وساتي، اوس د ناوریني ناکامیو لړۍ کچې ته رسېدلې ده."

نوموړی زیاتوي:

"موږ له دفاع وزارته غواړو چې له اغېزمنو کسانو او ولس دواړو سره په بشپړه توګه شفاف واوسي. قربانیان باید د قانوني اقدام یا خبري پوښښ له لارې د رښتیا معلومولو ته اړ نه شي."

د افغانانو بیا مېشت کولو کې د مرستې پالیسي چې د (اې ار اې پي) په نامه یادېږي د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې له هغو خلکو سره د مرستې لپاره چمتو شوه چې وېره یې درلوده چې ژوند یې په خطر کې دی، ځکه چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره همکاري کړې، دوی او د دوی د کورنۍ غړي په بریتانیا ته راوستل شي.

دا پروګرام د روان کال په جولای کې وتړل شو.

دا پالیسي د معلوماتو افشا کېدو له پېښو سره مخ شوې، چې له کبله یې د هغو افغانانو ژوند چې له بریتانوي ځواکونو سره همکاري کوي له خطر سره مخامخ کړې.

د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې بي بي سي وویل له ۲۵۰ د زیاتو افغانانو چې غوښتل یې بریتانیا ته لاړ شي معلومات د دفاع وزارت په یوه برېښنالیک کې په تېروتنه شامل شوي وو، چې له کبله یې دغه کسان د احتمالي غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ شول.

په هماغه میاشت کې په دریو جلا پیښو کې په همدې توګه ټول ۲۶۵ برېښنالیک ادرسونه شریک شول، چې بالاخره د څار ادارې لخوا د ۳۵۰ زره پاونډو جریمې لامل شو.