پنځه زره افغانۍ د کور کرایه کړو، که خرڅ خوراک یا کالي؟

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، (ارشیف عکس)
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو ډيجيټل

"زما مېړه مړ دی، پنځه اولادونه لرم او ټوله کورنۍ زه سمبالوم. پنځه زره تنخوا د کور کرایه کړم؟ خرڅ خوراک ته پسې ورسوم؟ جامې اولادونو ته پرې وکړم؟ څه پرې وکړم؟ طالبانو چې د ښځو معاشونه کمول، منطقي فکر یې نه ورته کاوه؟"

دا په کابل کې د یوه وزارت د ۶۰ کلنې مامورې خبرې دي چې په مستعار نوم یې نجیبه یادوو.

دغه کونډه وايي، له تېرو شلو کلونو راهیسې یې په بېلابېلو دولتي او شخصي ادارو کې کار کړی او په تېر عمر یې لا نورې لوړې زدکړې هم وکړې چې له علمي ترفیع سره یې معاش ۱۵ زرو افغانیو ته وخوت.

نجیبه خوشاله وه چې په خپل زحمت ګټلو پیسو باندې به د خپلو "یتیمو" ماشومانو ژوند یو څه بسیا کړای شي خو زیاتوي، "د اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] له راتګ سره یې په هماغو لومړیو کې زموږ ۱۵ زره تنخوا لسو زرو افغانیو ته راټيټه کړه او اوس یې دا دی پنځه زره کړه. هغه هم پوره نه دي، ۴۵۵۵ راکوي. یو ځل هم دوی ته دا په فکر کې ور ونه ګرځېدل چې ښه نو زما غوندې یوه کونډه او د پنځو اولادونو یوازېنۍ سرپرسته مور به په دې پنځو زرو افغانیو باندې څه وکړي؟ زرګونه ښځې ان اتیا سلنه مامورانې یې ما ته ورته برخلیک سره اخته کړلې."

د اقتصادي ضربې تر څنګ "معنوي تاوان"

د نجیبې په څېر زرګونه افغان ښځې په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې پرېکړې ناهیلې کړې دي چې پر بنسټ یې په کور ناستو دولتي مامورانو ته خپله ټاکلې اندازه تنخوا نه بلکې یوازې پنځه زره افغانۍ ورکول کېږي.

د یوه دولتي پوهنتون استاده چې لوړه علمي‌ رتبه لري او تنخوا یې هم ۶۵ زره افغانیو ته رسېده وايي، چې د طالبانو حکومت دې پرېکړې د بېلابېلو نورو ډګرونو په څېر د علمي‌ او اکاډمیکې برخې ښځينه کارکوونکې هم ځورولې او ناهیلې کړې دي.

تنخوا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، استاد رڼا د ځان په ګډون هغو ښځو ته اندېښمنه ده چې د دې غوندې د خپلې کورنۍ سرپرستانې دي خو په کرایي کورونو کې اوسېږي او یا هم ناروغان لري. (ارشیف عکس)

دا پروفیسره د رڼا په مستعار نوم یادوو چې وايي، له څه باندې دوو لسیزو راهیسې یې زرګونه افغان ځوانان په بېلابېلو دولتي او شخصي پوهنتونونو کې روزلي دي.

رڼا وايي،‌ د جمهوریت پر مهال یې په یوه مهم دولتي پوهنتون کې د تدریس تر څنګ له یوه وزارت سره هم کار کاوه او په یو شمېر شخصي پوهنتونونو کې یې هم په اوزګارو وختونو کې درس ورکاوه چې د خپلې کورنۍ یې ښه پرې روانه وه.

خو وايي، "د طالبانو له راتګ سره دولتي ادارو کې کار راباندې بند شو او یوازې په پوهنتون کې تر تدریسه محدوده پاتې شوم. مننه ترې کوم چې یو-یونیم کال یې په کور تنخوا راکړه خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې مو چې معاشونه کم شوي، ډېره بده اغېزه یې راباندې کړې ده."

د پوهنتون دغه استاده د اقتصادي ضربې تر څنګ خپل معنوي او اکاډمیک "زیان" ته هم خپه ده او زیاتوي، "زموږ د علمي رتبو اخیستلو په مخ کې هم دا اقتصادي جنجالونه خنډ جوړوي. ځکه چې د علمي‌ رتبو اخیستلو لپاره کتابونو، څېړنو او ګڼو نورو فعالیتونو ته اړتیا ده چې مصرف غواړي او که پر کومه نړیواله مقاله کار کوې نو هغه خو سل-دوه سوه ډالره کېږي چې پنځه زره یې په مقابل کې هېڅ شی هم نه دي. له علمي رتبو سره د معاش لوړېدل خو یو ځل نه شته بلکې برعکس دومره یې راکم کړی چې هېڅ شی نه پرې کېږي."

د پوهنتون دغه استاده هم د نجیبې او د زرګونو نورو ښځينه دولتي مامورانو په څېر د خپلې اووه سره کورنۍ یوازېنۍ نفقه ګټونکې ده. اندېښمنه ده چې هغه ښځې به څه کوي چې د دې غوندې د خپلې کورنۍ سرپرستانې دي خو په کرایي کورونو کې اوسېږي او یا هم ناروغان لري.

اغلې رڼا زیاتوي، "داسې سلګونه-زرګونه ښځې شته چې خپل کور نه لري، په کرایي کورونو کې اوسېږي، یا ناروغان لري،‌ نورې سیالۍ شریکۍ او مړی ژوندی لري. که ویې سنجوو نو پنځه زره خو د یو دوو مېلمستیاو او کرایې روپۍ هم نه پوره کوي."

"ښځې هېڅکله خاینې نه وې، مه یې ګوښه کوئ"

نجیبه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نجیبه وايي، "چې خپله ښځه، خور، مور او لور ګوښه کوې، ستا بچیان به څوک روزي؟ دا وطن په چا جوړوې؟ چې ښځه دې میندواره او یا ناروغه شي، چیرې یې بیایې؟ ښځې خو هېڅکله نه خاینې وې او نه یې د وطن په بربادۍ کې کوم رول لوبولی دی"

نجیبه په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې ګواکې دولتي مامورانو ته "هېڅ راز اسانتیاوې نه برابروي" خو "له جېبه یې پیسې نیموي"

دا زیاتوي، "هغه حکومتونه خیر که د خپلو دولتي مامورانو معاشونه کم کړي چې د څو کلن خدمت په بدل کې اسانتیاوې ورته برابرې او امتیازات ورکړي. دوی[طالبان] د کوم منطق له مخې داسې کوي؟ کوم مامور ته یې کور ورکړی؟ د برېښنا بېل یا د ګاز قیمت یې ورته ټيټ کړی؟ د خوراکي توکو بیې او د کورونو کرایې یې ټيټې کړې دي؟ نو د کوم سنجش له مخې د ښځو معاش کم کړي؟ خپل معاشونه ولې نه کموي چې د ښځو کموي؟"

نجیبه په دې نظر ده چې ګواکې طالبان په دې توګه افغان مېرمنې له ټولنې "لا ګوښه کوي" او وايي، "اول یې مکتبونه پرې بند کړل، بیا دفترونه او پوهنتونونه او اوس معاشونه، چې خپله ښځه، خور، مور او لور ګوښه کوې، ستا بچیان به څوک روزي؟ دا وطن په چا جوړوې؟ چې ښځه دې میندواره او یا ناروغه شي، چیرې یې بیایې؟ ښځې خو هېڅکله نه خاینې وې او نه یې د وطن په بربادۍ کې کوم رول لوبولی دی او د ټولنې تر ټولو مظلوم قشر دی، نو ولې دومره ظلم پرې کوئ؟ ښځو ته اړتیا ده، مه یې ورکوئ"

استاده رڼا بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي چې پر خپلې دې پرېکړې له سره غور وکړي او یوه د حل لار ورته پیدا کړي.

دا زیاتوي، "موږ هیله‌منې یو چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د ښځو دغو ستونزو ته لږه ژوره کتنه وکړي او ستونزې یې حل کړي، ځکه چې په افغان ټولنه کې ښځې هم د سړیو غوندې په کورنۍ او ټولنه کې مسولیتونه لري او پرته له شکه چې دې د ښځو د اقتصادي، روحي او رواني حالت تر څنګ د دوی پر علمي او اکاډمیکو فعالیتونو هم ډېر ناوړه اغېز کړی دی."