'د ټولنیزو رسنیو کارېدل د ماشومانو او زلمیانو عمومي روغتیا ته د زیان جدي خطر لرلی شي'

ماشوم

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا تر ټولو لوړپوړې روغتيايي سرچينې په خپل تازه راپور کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو روغتیا ته چې په دې عمر کې يې مغز د ودې په حساس پړاو کې وي، د ټولنیزو رسنیو د جدي ګواښونو په اړه جدي خبرداری ورکړی.

د امریکا جګپوړي روغتيايي چارواکي ډاکټر وېوېک مورتي په خپل دغه تازه راپور کې ټینګار کړی چې ټولنیزې رسنۍ که څه هم ښايي ګټې ولري خو ډېر شاخصونه ښيي چې اوږدمهالي او تر ډېره پاتېدونکي منفي اغېزونه لري.

د هغه تازه راپور موندلې چې په امریکا کې د دیارلس او اوولس کلونو تر منځ تنکیو ځوانانو پنځه نوي سلنه يې ټولنیزې رسنۍ کاروي او له درېیمې برخې ډېر يې وايي دوی دا رسنۍ تقریباً په دوامدار ډول کاروي.

دا خبرداری داسې مهال کې راغلی چې سپینې ماڼۍ هم د هغه څه په اړه خبراوی خپور کړی چې دوی د ځوانانو د ذهني روغتیا بې ساری بحران بللی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر ویلي، داسې نه پټېدونکي اسناد شته چې ښيي ټولنیزې رسنۍ پر ذهني روغتيا ناوړه اغیز کوي.

ماشوم

د عکس سرچینه، Getty Images

دا وايي، څېړنې ښيي چې وېره، خپګان او د ځانوژنې فکرونه په ډېرېدو دي.

دې ویلي، عمومي سرډاکتر وېوېک مورتي د ټولنیزو رسنیو او ځوانانو د ذهني روغتیا اړوند تازه راپور خپور کړی چې پر پالیسي جوړوونکو، د ټکنالوژۍ پر شرکتونو، څېړونکو، میندو او پلرونو او ځوانانو غږ کوي چې په ګډه کار وکړي او ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو لپاره خوندي کړي.

د امریکا د دغه لوړپوړي روغتيايي چارواکي راپور وايي، د ټولنیزو رسنیو کارول د هغه وخت په کتو چې ماشومان يې پر دغو پلټفارمونو تېروي او دغه راز هغې منځپانګې ته په کتو چې دوی يې ګوري یا کاروي توپیر کوي.

د دغه راپور له مخې چې د ټولنیزو رسنیو کارول د فیزيکي فعالیت او خوب په څېر روغتیا ته حیاتي فعالیتونه ګډوډوي او د کلتوري، تاريخي او ټولنیزو اقتصادي لاملونو له مخې پرې بېل اغیزونه ښندي.