څېړنه: په ځوانۍ کې د خواله رسنیو کارول د ځینو لپاره مضر کېدای شي

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه تازه څېړنه وايي، له ۱۱ تر ۱۳ کلنۍ نجونې چې په خواله رسنیو کې هر څومره ډېر وخت واړوي، یو کال وروسته به په هماغه کچه له ژونده کمې راضي وي.
څېړنې، له ۱۴ تر ۱۵ کلونو عمر لرونکي زلمکیانو او همدارنګه د ۱۹ کلونو عمر لرونکو نجونو او هلکان باندې د خواله رسنیو د کارولو اغېزې ورته ګڼلی دي.
دغه څېړنه بریتانوي څېړونکو کړې او د نېچر کمونیکېشن خپرونه کې خپره شوې ده.
ساینسپوهان داسې انګېري چې د عمر په ټاکلي پړاو کې له خواله رسنیو زیانمنېدا ښايي د بالغېدو پر مهال له مغزي، هورموني او اجتماعي بدلونونه سره تړاو ولري.
دوی وايي، پر دغه تړاو پوهېدو او ثابتولو لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.
د دغې څېړنې د څېړنډلې مشرې ډاکټرې "امي اوربین" ویلي، د خواله رسنیو د کارولو او رواني روغتیا ترمنځ اړیکه ډېره پېچلې ده او تر دمګړۍ په دې تړاو شویو مطالعاتو بېلابېلې پایلې لرلې دي.
هغه زیاتوي، داسې ښکاري چې زموږ د بدن تغیرات لکه د مغزو وده او بلوغ او زموږ په ټولنیزو شرایطو کې بدلونونه؛ موږ د ژوند په ټاکليو پړاوونو کې زیانمنونکي کوي.
مېرمن اوربین وايي: "دمګړۍ کولی شو د تازه ځوانېدو پر مهال تمرکز وکړو، ځکه شونې ده یاده مرحله کې ډېر له خطر سره مخامخ و اوسو او همدا د یو لړ په زړه پورې پوښتنو د ارزولو لپاره وکاروو."
څېړونکو یوه پراخه نظرپوښتنه چې پکې له ۷۲ زرو برتیانوي کورنیو سره خبرې شوي، ارزولې ده.
په دغه نظرپوښتنه کې له خلکو غوښتل شوي؛ معمولن د ورځې پر خواله رسنیو له ملګرو سره څومره وخت اړوي او له ژونده يې څومره راضي دي؟
په دغه سروې کې برخه اخیستونکي له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۸ پورې هر کس تر اوه ځلونو پوښتل شوي دي.
په ټوله کې زلمکیانو د خواله رسنیو د کارونې او له ژونده د رضایت په تړاو تر نورو ډېر منفي ځواب ور کړی دی.
د یادې نظرپوښتنې موندنې ښيي چې له ۱۶ تر ۲۱ کلنۍ عمر لرونکو ځوانانو، چې خواله رسنۍ نه کاروي یا یې د ورځې تر اوو ساعتونو ډېره کاروي، له ژونده د رضایت کچه؛ تر هغو کسانو کمه وه چې د ورځې یې درې ساعته خواله رسنۍ کارولې وه.
څېړونکو بیا خپله څېړنه نوره هم متمرکزه کړه او دا ځل یې له ۱۰ کلنۍ تر ۲۱ کلنۍ ژڼي او ځوانان چې شمېر یې څه باندې ۱۷ زور کسانو ته رسېده، و ارزول.
دې څېړنې وښوده، هغه نجونې چې عمرونه یې له ۱۱ تر ۱۳ کلونو دي او په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې خواله رسنۍ ډېره کارولې وه، یو کال وروسته له خپل ژوند څخه کمې راضي وې.
څېړونکي وايي، د دوی دا څېړنه نه شي کولی وړاندوینه وکړي چې څوک ډېر له خطر سره مخامخ دي. دوی زیاتوي، ځینې نور لاملونه لکه پر خواله رسنیو د لیدونکې محتوا څرنګوالی او هغه کسان چې ځوانان ور سره په تماس کې دي، هم د ژڼیو او ځوانانو پر هوساینه اغېز لرلی شي.
دوی مني چې پر ځینو کسانو د خواله رسنیو اغېز مثبت دی، ځکه هغوی ته دا شونتیا برابروي چې له خپلوانو سره په اړیکه کې و اوسي او ښه ملاتړ تر لاسه کړي.
د کامبرېج او اکسفورډ پوهنتونونو او د "ډانډرز د ادراک، مغزو او چلند انستیتوت" څېړونکو دغه څېړنډله وايي، د خواله رسنیو کمپنۍ باید په دې اړه خپله ډاټا د لا نورو څېړنو لپاره له څېړونکو سره شریکه کړي.
کارپوهان وايي، خواله رسنۍ په ځانګړي ډول د کووېډ - نولس وبا پر مهال د ځوان کهول د ټولنیزو اړیکو د ساتلو لپاره ښه وسیله ده.








