تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
المرصاد: پر خلیل الرحمان حقاني د داعش برید "د پاکستان له بلوچستانه" پلان شوی و
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نږدې رسنۍ (المرصاد) ادعا کړې چې د کډوالو چارو پر مخکېني وزیر خلیل الرحمان حقاني د داعش برید "د پاکستان له بلوچستانه پلان او رهبري شوی و."
دې رسنۍ د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو د لومړي تلین په مناسبت یو "مستند" خپور کړی چې یو کس پکې "اعتراف" کوي چې په داعش ډلې پورې تړلی او هغه برید یې رهبري کاوه چې د کډوالو چارو دغه مخکېنی وزیر پکې ووژل شو.
بيبيسي دا ویډیو کتلې خو په خپلواکه توګه یې ریښتینولي نه شي تاییدولی او نه هم دا معلومه ده چې له دغه کس په څه ډول شرایطو کې دا اعتراف اخیستل شوی دی.
د پاکستان حکومت یا کوم چارواکي هم په دې اړه لا کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت دواړه د ځينو بریدونو پړه پر یوه او بل وراچوي او په خپلو هېوادونو کې یې د ناامنۍ پر رامنځته کولو تورنوي.
برید څنګه پلان شوی و؟
د المرصاد له لوري په خپره شوې ویډيو کې یو کس وايي چې له اسلاميدولت نومې ډلې یا داعش سره یې پنځه کاله مخکې په کابل کې د "نظامي فعالیتونو" د مسؤل په توګه کار پیل کړ او دې ډلې ته به یې "چاودېدونکي واسکټونه، ماینونه او نور ورته توکي جوړول."
دی وايي چې په دې وروستیو کې "د داعش ډلې د مشرانو له لوري د خراسان ولایت د نظامي مشر دنده" ورکړل شوه او په دې کې د طالبانو حکومت د کډوالو پر وزیر د برید طرحه هم د دوی د "امیر له لوري" ور وسپارل شوه.
په ویډيو کې دا سړی د دوو نورو کسانو نومونه هم اخلي چې وايي، پر دې طرحه یې ګډ کار ورسره وکړ چې یو یې په خپله بریدګر و او بل هم اسانچاری و. د ده په وینا، "کله چې دا طرحه د پاکستان په بلوچستان کې زموږ د امیر له لوري تایید شوه...[دلته د ویډيو غږ پرې کېږي] نو [بریدګر] ته وسپارل شوه. د هغه په یوه لاس کې مو د معلول په جامه کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړل."
"اعتراف کوونکی" په ویډیو کې همداراز وايي چې د معلول په جامه کې دغه "بریدګر" "څو ځلې" د کډوالو چارو وزارت ته ولېږل شو چې "بلد" شي.
دی وايي، "هغه څو ځلې د کډوالو چارو وزارت ته ولېږدول شو چې هلته بلد شي او په خپله خلیل الرحمان حقاني هم ښه سم وپېژني چې زموږ د برید هدف و. کله چې هغه [بریدګر] خلیل حقاني ته ور ورسېد نو ځان ته یې چاودنه ورکړه."
په ویډو کې "اعتراف کوونکی" زیاتوي چې تر هغه برید څه موده وروسته دی ونیول شو او ورسره درېیم کس د طالبانو حکومت په عملیاتو کې ووژل شو.
داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې لا د دغه کس او یا یې هم د هغه د اعتراف په اړه څه نه دي ویلي.
بيبيسي په خپلواکه توګه د المرصاد رسنۍ له لوري دا خپره شوې ویډیو، پکې د دغه کس له لوري د شوي "اعتراف" او همداراز یې په ترڅ کې د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو د څرنګوالي مسئله نه شي تاییدولی.
په خپله د طالبانو حکومت هم د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو په اړه کوم رسمي تحقیقي رپوټ نه دی خپور کړی خو هغه ویډیو خپره شوې وه چې یو کس پکې په داسې جامه کې د کډوالو چارو وزارت ته ننوځي چې لاس یې پلاستر کړی و او وروسته هماغه کس بریدګر وبلل شو.
د خلیل الرحمان وژل کېدل
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د اوسني وزیر سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمان حقاني یو کال مخکې د چهارشنبې په ورځ د (۱۴۰۳ لیندۍ ۲۱ / ۲۰۲۴ دسمبر ۱۱) د کډوالو چارو وزارت دننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او د برید مسؤلیت یې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ومانه.
د داعش ډلې اړوند اعماق خبري شبکې هغه مهال د بریدګر د عکس له خپرولو سره ویلي وو چې ځانمرګي بریدګر هغه مهال د طالبانو حکومت پر وزیر برید وکړ چې له دفتره راووت او بریدګر په ځان پورې تړلي باروت وچوول.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خلیل الرحمان حقاني وژل د "خوارجو" کار بللی و. که څه هم هغه په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې "خوارج" نه وو معرفي کړي خو ویلي یې وو چې، "هغوی ځانونه مسلمانان بولي او ما سوا له ځانه نور مسلمانان تکفیروي."
خلیل الرحمان حقاني څوک و؟
خلیل الرحمان حقاني په ۱۹۶۶ کال د افغانستان پکتیا ولایت د (ګرده څېړۍ) ولسوالۍ په (کنډو) کلي کې زېږېدلی و.
خلیل الرحمان حقاني په پاکستان کې تر "څلور کلن بند وروسته د اختر محمد عثماني او دوو وروڼو ډاکټر نصیر الدین حقاني، څو مشرانو او حاجي مالي خان سره د یرغمل شوو ۳۵۰ پاکستاني پوځيانو په بدل کې راخوشی کړل شو". دا تبادله د جنوبي وزیرستان د مسعودو په سیمه کې وشوه.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو پورې دی تر ډېورنډ کرښې پورې غاړه په قبایلي سیمو کې د حقاني شبکې په مرکزونو کې فعال و او له لومړیو هغو طالب چارواکو و چې کابل ته ننوت.
امریکا په ۲۰۱۱ کال خلیل الرحمان حقاني په تور لېست کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره جایزه اعلان شوه چې وروسته له دې لېسته وایستل شو.
خلیل الرحمان حقاني له هغو طالب وزیرانو و چې په غونډو کې ډېر راڅرګندېده او د طالبانو له نوي حکومت سره یې د بېلابېلو څېرو د یو ځای کېدو اعلانونه کول.
دی د طالبانو حکومت د کابینې له اعلان راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په توګه ګومارل شوی و او تر وژل کېدو پورې په همدغه مقام پاتې شو.