نورالدين عزيزي: قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه ډېر شوي

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي‌بي‌سي، الماتا

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالی وزیر نورالدين عزيزي وايي د تېر ۲۰۲۳ کال له اګست څخه د سږکال تر همدې میاشتې قزاقستان ته د افغانستان صادرات ۱۲۰ سلنه زیات شوي، نو ځکه ورته له دغه هېواد سره د راکړې ورکړې پراخول مهم دي.

د هغه په مشرۍ د طالبانو حکومت او خصوصي سکټور یو ګډ پلاوی، پرون د قزاقستان الماتا ښار ته رسېدلی چې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیزي.

ښاغلي عزیزي تر روانېدو مخکې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، په پلاوي کې ورسره شاوخوا ۲۵۰ افغان سوداګر دي او د افغان قزاق دویمه ټولګه د قزاقستان په الماتا ښار کې د څلورو ورځو لپاره ترسره کوي.

په دغه نندارتون کې به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې او نور صادرېدونکي توکي وي.

د افغان قزاق ټولګه لومړی ځل په ۲۰۲۳ کال کې د قزاقستان په استانه ښار کې ترسره شوه.

ښاغلی عزیزي وايي د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون ترڅنګ به، سوداګریز کنفرانس ترسره کوي او د قزاقستان له حکومتي چارواکو سره به ګوري.

هغه وویل "هڅه کوو د ډېرو خبرو اترو پایله کې د یورو-اسیا لاره چې له قزاقستانه تېرېږي د افغانستان محصولاتو ته پرانیستل شي. په تېره بیا د هغو توکو لپاره چې په روسیه او بېلاروس کې ښه بازار لري".

ښاغلي عزیزي زیاته کړه هڅه کوي بانکي اړیکې هم ښې کړي او د باکیفیته انټرنټ د ترلاسه کولو قراردادونو ته هم لار هواره کړي.

دلته په الماتا کې ترسره کېدونکي نندارتون کې ټاکل شوې ده تر ۷۰ ډېرو غرفو کې د افغانستان محصولات نندارې ته کېښودل شي.

له افغانستانه د راغلي پلاوي په جوړښت کې د خصوصي سکتور له اړخه ښځې او ځوانان هم شامل دي.

د سفر په ترڅ کې یو شمېر افغان سوداګرو او د تولیدي شرکتونو څښتنانو له بي‌بي‌سي سره خبرو کې هیله مندي وښوده چې قزاقستان کې خپلو تولیداتو ته ښه بازار ومومي.

نندارتون کې اکثر وړاندې کېدونکي محصولات او تولیدات وار له مخه د ځمکې له لارې الماتا ښار ته رارسېدلي او ترسره کوونکي یې تر یوې ورځې د نندارتون پرانیستو ته سترګې په لار دي.