د قزاقستان ولسمشر طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړه وایستل

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې طالبان د ترهګرو ډلو له لېسته ایستلي دي.

د قزاقستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي توقایف د ټولیز امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو له مشرانو سره په کتنه کې د دې کار لاملونه روښانه کړل:

"قزاقستان له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا اهمیت ته په کتو دا چې د طالبانو واکمنۍ اوږدمهاله ده،‌ دوی یې د ترهګرو له نوملړه وایستل. "

نوموړي همدا راز ټینګار کړی، چې په اوسني پړاو کې یو له ستراتیژیکو کارونو په سیمه‌ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه ده.

قزاقستان له څه مودې راهیسې د طالبانو له حکومت سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړې وې.

سهراب ضیا، بي‌بي‌سي، دوشنبه

قزاقستان د منځنۍ اسیا لومړنی جمهوریت دی چې د تېلو په دغه لوی بډایه هېواد کې یې طالبان د "ممنوع ترهګرو سازمانونو" له لېسته ایستلي دي.

ښکاري چې له دغه لېسته د طالبانو د ایستلو لپاره د روسیې د چمتووالي له اعلان وروسته، قزاقستان په دې برخه کې اقدام وکړ او له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په پلمه یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې مهم ګام پورته کړ.

ظاهراً په سیمه‌ییزو مسلو او رقابتونو کې، په تېره بیا د افغانستان په تړاو، قزاقستان ځان له روسیې سره یو ځای کوي او د طالبانو د حکومت په اړه د روسیې دریځ ته په پام سره به د دغه هېواد نننۍ پرېکړه کمزورې وي. خو دا باید هېره نه کړو چې قزاقستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له افغانستان سره څه باندې ۲۵۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

اوس باید انتظار وشي او وګورو چې د طالبانو د حکومت په وړاندې به د منځنۍ اسیا د نورو جمهوریتونو عکس العمل څه وي او ایا د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو دریځ به په نژدې راتلونکي کې بدل شي او که نه.

تېره اونۍ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم ويلي وو، چې په منځنۍ اسيا کې يې د روسيې له شريکانو سره پر دې موضوع خبرې کړې دي او دوی به په دې اړه ګډه پرېکړه وکړي.

ښاغلي پوتین د مې په ۲۸مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"موږ باید حقایق په پام کې ونیسو او اړیکې جوړې کړو. افغانستان د ټولو لپاره د نه منلو وړ او روښانه ستونزې لري. له اوسني حکومت سره يې څنګه اړيکې ټينګې شي، بله پوښتنه ده. خو اړیکي باید په یو ډول جوړې شي، دا هغه کسان دي چې دا هېواد او دا خاوره کنټرولوي او د افغانستان اوسني واکمنان دي."

د طالبانو حکومت د ښاغلي پوتین د دې نظر هرکلی کړی، خو د قزاقستان د دې اعلان په اړه یې تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ۲۰۰۵ کال کې د قزاقستان سترې محکمې طالبان "ترهګر" اعلان کړل او د دغه هېواد په خاوره کې یې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

طالبان چې نژدې درې کاله وړاندې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، لا هم د ټولیز امنیتي تړون په نورو غړو هېوادونو قرغیزستان، روسیه او تاجکستان کې یوه "ممنوعه ډله" ګڼل کېږي.