ملګرو ملتونو پر ایران بندیزونه ولګول: بریتانیا، فرانسې او جرمني له تهرانه وغوښتل چې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګرو ملتونو سازمان له نژدې یوې لسیزې وروسته، پر ایران یو ځل بیا اقتصادي او پوځي بندیزونه ولګول. دا بندیزونه سر له ننه (یکشنبه سپتمبر ۲۸مه) عملي کېږي. بل لور بریتانیا، فرانسې او جرمني پر ایران غږ کړی چې تاوتریخوالی زیات نه کړي او د خبرو له لارې د ستونزو د حل کولو هڅه وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې د نړیوالو بندیزونو بیا عملي کولو هڅې ''باطل'' اقدام بللی دی.

نوموړي ليکلي دي: ''هغه بندیزونه چې پای ته رسېدلي وي، بېرته نه شی فعالېدلی او په دې برخه کې هر ډول هڅه باطله او بې‌اعتباره ده.''

د ۲۰۱۵ کال په جولای کې د ایران او لویدیځو هېوادونو تر منځ د تهران د اتومي پروګرام په اړه یو تړون لاسلیک شو، چې له امله یې پر ایران لګېدلي بندیزونه لېرې کړل شول. په هغه تړون کې چین، فرانس، جرمني، روسیه، برېتانیا او امریکا شامل وو.

خو په ۲۰۱۶ کال کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغه تړونه د وتلو اعلان وکړ، چې له هغه وروسته ایران یو ځل بیا هغه اتومي فعالیتونه پيل کړل چې په تړون کې ممنوع بلل شوي وو. ټرمپ ویلي وو چې دا تړون، چې د پخواني ولسمشر باراک اوباما له خوا شوی و، بې ګټې دی.

بریتانیا، جرمني او فرانسه وايي، د تهران له لورې د "پرلپسې اتومي تاوتریخوالي" او نه همکارۍ له امله، دوی اړ شول چې پر ایران بندیزونه ولګوي، ځکه نورې لارې ورته نه دي پاتې شوې.

له دې مخکې، تېره اونۍ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي و، چې هېواد یې د اتومي وسلو جوړولو نیت نه لري او د نړیوالو بندیزونو بیا پلي کېدل یې "بې انصافي او ناقانونه" بللي او وغندل.

بریتانیا، فرانس او جرمني تازه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: "موږ پر ایران غږ کوو چې له هر ډول پاروونکو کړنو ډډه وکړي." دوی زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو له خوا د بندیزونو بیا پلي کېدل دا معانا نه لري، چې د دیپلوماسۍ له لارې نورې خبرې نه شي کېدای.

له امریکايي برید وروسته د ایران فردو اتومي تاسیساتو اخیستل شوی تصویر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له امریکايي برید وروسته د ایران فردو اتومي تاسیساتو اخیستل شوی تصویر

دغو درې هېوادونو ویلي چې "دیپلوماتیکې هڅې او خبرې به روانې وي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې له اوږدو خبرو سره سره، ایران زموږ د اندېښنو په لېرې کولو کې پاتې راغلی او زموږ د غوښتنو پوره کولو لپاره لازم ګامونه واخلي.

دوی په ځانګړې توګه یادونه کړې چې تهران د ملګرو ملتونو د اتومي څار ادارې ای، اې، اي اې (IAEA) سره له همکارۍ انکار کړی دی.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې ایران د ای، اې، اي اې پلټونکو ته خپلو اتومي تاسیساتو ته بېرته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړې او نه یې هم ادارې ته د بډایه شويو یورانیمو د زېرمو راپور وړاندې کړی دی.

پر ايران لګېدلي بنديزونه

  • د وسلو پر پېر او پلور بنديز
  • د يورانيمو پر بډایه کولو بنديز
  • پر هغو فعاليتونو بنديز چې له اتومي وسلو لېږدونکيو بالسټيک توغنديو سره تړاو لري
  • د ايراني شخصيتونو او ادارو شتمنۍ کنګلول، او پر هغوی د سفر بنديزونه
  • نور هېوادونه حق لري چې د ايران هوايي شرکت (ایران ائر) او د ايراني سمندري بارچالانۍ کرښو معاینه وکړ

د ملګرو ملتونو له خوا د دغو بندیزونو له بيا عملي کېدو وروسته په پام کې ده، چې راتلونکې اوونۍ د اروپايي اتحاديې له خوا لېرې شوي بنديزونه هم بېرته عملي شي.

بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې، د "ماشه میکانېزم" د فعالېدو او د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته لګولو یادونه کړې او ويلي يې دي:

''ډيپلوماسي لا هم يوه اختيار دی'' او ''توافق د ايران او د نړۍ د خلکو لپاره تر ټولو ښه پايله کېدای شي.''

په دې اعلامیه کې د بندیزونو د بېرته پلي کېدو دلیل، «د ایران له خوا د خپلو اټومي ژمنو پر وړاندې د پام وړ او دوامداره نه‌پایبندي» بلل شوې ده.

د یادونې ده، چې سږ کال په جون میاشت کې، د اسرائیلو او امریکا له لورې د ایران پر اتومي تاسیساتو او پوځي مرکزونو له بمبارۍ وروسته، ایران له ای، اې، اي اې سره همکاري وځنډوله.