مسجد الاقصی کې د سپکاوي پر سر د اردن او اسرائیلو ناندرۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
په الاقصی جومات کې د سلګونه فلسطیني ځوانانو د ځای پرځای کېدو په درشل کې، د اسراییلو حکومت له اردن نه غوښتي چې دغه کسان د حرم شریف له انګړه وباسي. اردن د الاقصی د پالنې مسؤلیت لري.
یاد فلسطینیان چې تېره شپه د تراویح له لمانځه وروسته د مسجد الاقصی له انګړه ونه وتل، وايي سخت دریځي یهودان د یکشنبې په ورځ د (ندبه) دېوال پای کې د دیني مراسمو له پای ته رسېدو وروسته پر حرم شریف د برید هوډ لري.
دا ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه چې د الاقصی جومات انګړ او اړوندو خواوو کې د اسراییلي پولیسو له ننوتلو وروسته اړ و دوړ پیل شو چې په پایله کې یې سلګونه معتکف لمونځ کوونکي ونیول شول. د اسراییلو دا عمل په نړیواله کچه وغندل شو او له زغمه د کار اخیستو غوښتنه وشوه.
رویټرز خبري اژانس د مسجد الاقصی د اداري چارو د کارمنانو له خولې ویلي، اسراییلي پولیس د سې شنبې په شپه ناوخته جومات ته ننوتل او په غږیزو ګرنېټونو او ربړي ګولیو یې د لمونځ کوونکو د تیت او پرک کولو هڅه وکړه، چې د فلسطین د سرې میاشتې په وینا، بالاخره شپږ کسان پکې ژوبل شول.
امنیتي ځواکونه د پنجشنبې په ګهیځ بیا جومات ته ننوتل چې عبادت کوونکي ترې راوباسي- هغه ګام چې د اسراییلي امنیتي ځواکونو او جومات کې د لسګونه لمونځ کوونکو فلسطینیانو ترمنځ یې ترینګلتیا لا پسې ډېره کړه.
اسراییلي پوځ وايي، د پنجشنبې په ګهیځ له غزې تړانګې پر اسراییلو اوه توغندي وتوغول شول، پنځه یې په هوا کې وچاودل او دوه نور د سمندر لوري ته ورسېدل.
په تازه بریدونو کې اسراییلو د شنبې په ورځ د سوریې پر ختیځ توغولي دي.
د جمعې په شپه یو ایټالوی سیلګر تل ابیب کې د یوه عرب ټبره اسراییلي په برید کې ووژل شو او اوه نور کسان ټپیان شول.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ددغو بریدونو په غبرګون کې د پولیسو او پوځ د ځواکونو تیارسئ کېدو امر کړی.
"لوی چاود"

د عکس سرچینه، Getty Images
د فلسطیني ادارې ویاند نبیل ابو ردینه پخپل وروستي بیان کې ویلي "له شک پرته چې دا سراییلو ښي اړخی توندلاری حکومت سیمه لا نورې ترینګلتیا، بېثباتۍ او شاتګ ته کشوي، مسجد الاقصی ته د اسراییلو په زور ننوتل او پر لمونځ کوونکو برید د امریکا د هغو هڅو خلاف عمل دی چې غوښتل یې په تېر کې د روژې مبارکه میاشت کې باید هلته ارامي او ټیکاو وي."
دی وايي، په مقدسو ځایونو کې تر سرې کرښې اوښتل به د یوه "لوی چاود" پایله وګرځي.
اسراییلو مسجد الاقصی کې فلسطیني ځوانان (سخت دریځي بلواګر) بللي چې په وینا یې هڅه کوي د یکشنبې په ورځ ندبه دېوال سره د یهودي عبادت د مراسمو مخه ونیسي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي: "مسجد الاقصی کې دغو کسانو سپکاوی کړی او د ننه یې سنګر نیولی، دوی خطرناک اړ و دوړ جوړوونکي دي چې د حماس او نورو ترهګرو ډلو په مټ افراطي شوي دي".
دغه وزارت له اردن غوښتي چې مسجد الاقصی کې ځای پر ځای شوي کسان د اوقافو د ساتونکو په مټ له دې ځایه وباسي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
د یاد ټویټ په تعقیب د اردن د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ځواب کې د اسراییلو په زور ننوتل د مسلمانانو سپېڅلو ځایونو ته سپکاوی او د دیني مراسمو د مخنیوي هڅه بللې ده.
د مسجد الاقصی پالنه د اردن د پاچا پر غاړه ده او ددغه هېواد اوقاف دا ځای اداره کوي.
اردن د اسراییلو ددې غوښتې په رد کې اسراییل د جعلي معلوماتو په خپرولو تورن کړي.
یوه اردني چارواکي ویلي، ددې مسلې له مطرح کولو د اسراییلو موخه دا ده چې پر فلسطیني لمونځ کوونکو د پولیسو د برید په تعقیب د اردن اوقاف پړ وپېژني.
اردن له مسجد الاقصی نه د مسلمانانو په زور ایستلو په اړه خبرداری ورکړی.
د عربي هېوادونو ټولنې مسجد الاقصی ته د اسراییلي پولیسو په زور ننوتل او پر لمونځ کوونکو او اعتکاف کوونکو برید او ۴۰۰ کسان نیول غندلي دي او دا یې په قدس کې د اسلامي او مسیحي "د عبادت کوونکو پر ازادۍ یرغل" بللی دی.












