اسرائیلي پوځ د اقصی شهیدانو کنډک قومندان ابراهیم النابلسي وژلی

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د لوېدیځې تراړې نابلس ښار کې نښتې شوې او د اقصی شهیدانو کڼدک یوه قومندان ابراهیم النابلسي کور ته اسرائیلي پوځيان او هغه یې وژلی دی.
د اسرائیلي پوځ ویلي پوځیانو یې یو "مطلوب" کس وژلی دی.
فلسطیني سیمه ییزې رسنۍ وايي، په تازه نښتو کې ۴۰ کسان ژوبل شوي، چې د څلورو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
پر انټرنېټ خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د لاسي بمونه غورځول شوي او ډزې شوې دي.
اسرائیلي ځواکونو تېره اونۍ د اسلامي جهاد حرکت یو غړی بسام السعدي نیولی و، چې له کبله یې د اسرائیلو او دغې ډلې ترمنځ درې ورځې جګړې دوام وکړ.
جګړه په غزه تراړه کې پر ځینو هدفونو د اسرائیلو پر بریدونو پیل شوه، اسرائیل وايي دا بریدونه یې د اسلامي جهاد ډلې د ګواښونو په غبرګون کې کړي دي.
د فلسطیني د روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه د اسرائیلو بریدونو کې ۴۴ کسان وژل شوي چې ۱۵ پکې ماشومان دي او تر ۳۰۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي.
اسرائیلو کې تر اوسه د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی، خو یوازې ځینې کسان سربېرن ټپیان شوي دي.
خو اسرائیلو ویلي، په تېرو عملیاتو کې یې د اسلامي جهاد ډلې ۱۷۰ هدفونه ویشتلي او د دغه حرکت ځینې قومندانان یې وژلي او د وسلو ځینې زېرمې یې له منځه وړې دي.
پر غزه د اسرائیلو بندیز کې یوڅه نرمښت راغلی و او هلته یې روغتونونو ته د ځینو طبي توکو رسولو اجازه ورکړې وه.
دا توکي د مصر په منځګړتوب د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ تر اوربند وروسته پرېښودل شوي.
په غزه کې د سور صلیب نړیوالې ادارې ویاندې سهیر زکوت بي بي سي ته ویلي، په اسرائیلو او غزه کې خلکو له اوربند وروسته لږ د ارامۍ سا واخیسته.

د عکس سرچینه، Reuters
د فلسطیني اسلامي جهاد حرکت په غزه کې تر ټولو فعالو وسله والو ډلو ګڼل کېږي، چې ویل کېږي د ایران ملاتړ ورسره دی او اصلي دفتر یې د سوریې دمشق ښار کې دی.
اسرائیل پر دې ډلې ګڼو بریدونو تور لګوي، او وايي پر اسرائیلو توغندي توغوي.
د ۲۰۱۹ کال نومبر کې اسرائیل او د اسلامي جهاد ډلې پنځه ورځې جګړه وکړه چې ۳۴ فلسطینیان پکې ووژل شول او ۱۱۱ نور ټپیان شول او له اسرائیلي لوري د ۶۳ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.











