د اسرائيل او فلسطين کړکېچ: د مصر په منځګړيتوب اوربند

د ویډیو تشریح، د اسرائيل او فلسطين کړکېچ: د مصر په منځګړيتوب اوربند

له درې ورځینۍ جګړې وروسته د اسرائیل او فلسطیني وسلوالو ترمنځ د اوربند شوی تړون داسې ښکاري چې لا هم پر ځای دی.

تاوتریخوالي هغه مهال زور واخیست چې اسرائیل د اسلامي جهاد ډلې یو مشر وواژه هغوی یې هم په ځواب کې په لسګونو راکټونه او هاوانونه د اسرائیل لور ته وتوغول.

فلسطیني چارواکي وايي، د جمعې له ورځې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.