منځني ختيځ کې تاوتریخوالی: د ګاډي بريد کې يو سيلانی وژل شوی
د اسرائيل لومړي وزير بينيامين نتنياهو د تاوتريخوالي پېښو کې له خورا ډېر زياتوالي وروسته د پوليسو او پوځ احتياط ځواکونو وربللو امر کړی دی.
تل ابيب کې يو ايټالوی سيلانی هغه مهال ووژل شو او ۷ نور ژوبل شول، چې يو ګاډی د پليو پر لار وروځغلول شو.
دا يوازې څو ساعته وروسته له هغه چې دوې بريتانوۍ اسرائيلۍ خويندې نيول شوې لوېديځه غاړه کې د ډزو پېښه کې ووژل شوې، او مور یې په کې سخته ژوبله شوه.