له اسرائیل سره د دیپلوماتیکو اړیکو عادي کولو لپاره د سعودي عرب شرطونه څه دي؟

    • Author, ډیویډ ګریتن
    • دنده, بي بي سي

په بریتانیا کې د سعودي عرب سفیر خالد بن بندر ویلي هېواد یې لا هم له اسرائیل سره د بشپړو ديپلوماتیکو اړیکو پیلولو ته لیواله دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم دې برخه کې د سعودي د لیوالتیا خبره کړې.

بریتانیا کې د سعودي عرب سفیر خالد بن بندر بي بي سي ته ویلي، له اسرائیل سره روغه جوړه باید د فلسطینیانو د حقونو له پامه غورځولو په بیه نه وي.

نوموړي ټينګار کړی چې د سعودي مشرتابه اسرائیل سره هوکړې ته ارزښت ورکوي، خو دی وايي د دې هوکړې پایله باید د یوه خپلواک فلسطیني دولت رامنځته کول وي.

د سعودي سفیر زیاته کړې چې د اکتوبر د اوومې له برید وړاندې سعودي د امریکا په منځګړیتوب له اسرائیل سره هوکړه نږدې وه، خو له جګړې وروسته یې په دې اړه خبرې وځنډولې.

"... زه یوازې له بریتانیا نه بلکې له نړۍ غواړم چې له اسرائیلو سره داسې چلن وکړي لکه له نورو سره چې کېږي. که بل څوک داسې څه وکړي لکه اسرائیل یې چې اوس کوي، نو له نړیوالې ټولنې به ګوښی کړل شي، بندیزونه به پرې ولګول شي او دې ته ورته نور ګامونه به واخيستل شي."

خالد بن بندر ټينګار کړی چې نړیوالې ټولنه غزه کې د جګړې پای ته رسولو کې پاتې راغلې، د ده په وینا د اسرائیلو پر کړنو سترګې پټول اصلي ستونزه ده ځکه دا د سولې مخه نیسي.

د سعودي سفیر دغه راز ویلي هیله لري چې دې لړ کې بریتانیا هم خپل دریځ بدل کړي.

سعودي په اسلامي او عربي نړۍ کې یو مهم هېواد ګڼل کیږي، نو ځکه اسرائیل هڅه کوي دا هېواد یې په رسمیت وپېژني او دا د ځان لپاره لویه لاسته راوړنه بولي.

د فلسطینی مشرانو له ښکاره دریځونو داسې معلومېږي چې دوی د هرې هغې هوکړې مخالف دي چې پایله یې د دوی لپاره خپلواک دولت نه وي، خو ځینو چارواکو ویلي خصوصي غونډو کې فلسطیني مشران د اسرائیلو او سعودي ترمنځ له روغې جوړې د ملاتړ په بدل کې مالي امکانات او پر لویدیځه تړانګه لا ډېر واک غواړي.

له بلې خوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره له خبرو وروسته ویلي چې له هغه سره یې د اسرائیل او سعودي د اړیکو په اړه خبرې کړي.

انتوني بلېنکن چې د سعودي په یوه هوايي ډګر کې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولي وویل په دې مسئله کې د پرمختګ لپاره ښکاره لیوالتیا شته، خو اړتیا ده غزه کې جګړه پای ته ورسېږي او د یوه خپلواک فلسطیني دولت رامنځته کولو لپاره عملي لارې چارې غوره شي.

خالد بن بندر د حماس او په راتلونکي فلسطیني دولت کې یې د ځای په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، دا مسئله ډېر فکر ته اړتیا لري. امریکا ، بریتانیا او ځینې نور لویدیځ هېوادونه حماس ترهګره ډله بولي.

خالد بن بندر د بدلون هیله څرګنده کړه، خو ویې ویل جګړه کې دواړه لوري بایلونکي وي. د ده له نظره ستونزه د اسرائیلو ډېر سخت دریځی حکومت دی، د هوکړې مخه نیسي نو همدا ده چې شخړه پای ته نه رسېږي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې پر غزې د اسرائیلو جګړه چې زرګونه ولسي فلسطینیان په کې ووژل شول سخت دریځۍ ته لاره هواروي او یو لوی بشري ناورین یې رامنځته کړی.

د سعودي سفیر وویل تېرو درې میاشتو کې دواړو خواوو په ځانګړې توګه اسرائیل، بې ساری تاوتریخوالی کړی، داسې چې ما په ژوند کې نه و لیدلی.

دی وايي د قربانیانو شمېر ډېر خواشینوونکی دی.

خالد بن بندر زیاتوي دې وضعیت نه یوازې فلسطینیان بلکې نړۍ کې له دې حالته ناراضه خلک هم ناهیلي کړي، "دوی د انسانیت ماتې ویني ځکه هیڅوک یې د مخنیوي هڅه نه کوي او کومې هڅې چې شوي کافي نه دي."