مجاهد: "داعش خراسان ډله بلوچستان او پښتونخوا ته نقل شوې"

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې د دوی له لوري د داعش خراسان ډلې تر ځپل کېدو وروسته اوس د دغې څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو "استخباراتي سازمانونو په مرسته" بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدول شوي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د دوی د ځواکونو له "ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري."

خو نوموړي دا نه دي ویلي چې د کوم هېواد استخبارات ښايي په دغه کار کې ښکېل وي. دا ممکن لومړی ځل وي چې د طالبانو حکومت په دا بڼه په پاکستان کې د داعش ډلې مرکزونو په اړه اعلامیه خپروي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې بي‌بي‌سي پښتو ته ویلي، د داعش په اړه د طالبانو حکومت تازه څرګندونو ته به د دې وزارت ویانده په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې غبرګونه په ډاګه کړي.

خو له دې مخکې پاکستاني چارواکو د طالبانو پر حکومت تورونه لګولي چې له افغانستانه د دوی په خاوره کې بریدونه همغږي کېږي، داسې څه چې د طالبانو له لوري په پرله پسې ډول رد شوي دي.

ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه لیکلي د داعش خراسان ډله په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني عالمان او د سیاسي ډلو غړي په نښه کوي او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه موخو لپاره کار ترې اخیستل کېږي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، داعش خراسان ډله له دغو مرکزونو په افغانستان او په نورو هېوادونو کې بریدونه کوي.

د طالبانو حکومت په وینا پاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو یې د یوه تاجکستاني وګړي په ګډون یو شمېر هغه کسان هم نیولي چې په وروستیو بریدونو کې یې لار درلود:

"...زموږ ځواکونو د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې د ( روان ۱۴۰۳لمریز کال سنبلې میاشتې په ۱۲ مه) نېټه برید ترسره کړی و او په کابل کې په یو شمیر نورو بریدونو او په بامیانو ولایت کې په خارجي سیلانیانو پر برید کې یې هم لاس درلود، د دې ګروپ پر ضد عملیات په کابل او ننګرهار کې سرته رسېدلي دي."

په اعلامیه کې ادعا شوې چې د پخوانۍ لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو "بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی وو."

دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي و، د القاعدې، داعش او پاکستاني طالبانو غورځنګ په څېر ډلې د افغانستان په خاوره کې لیدل کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې رد کړې وې چې ګنې د "اسلامي دولت" نومې داعش، القاعده او پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي په ګډون ډلې له هغه ځایه د ګاونډیو هېوادونو خلاف فعالیت کوي.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمنځ د ټي‌ټي‌پي او پر ډیورنډ کرښه د ډزو له امله دا وروستیو کې اړیکي لا نورې ترېنګلې شوې دي او ځینې وخت یو د بل پر ضد څرګندونې هم کوي.