ولې ټرمپ د اوکرایین په سر خبرو لپاره سعودي عربستان غوره کړ؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ډونلډ ټرمپ ادارې له خوا د اوکرایین په سر د مهمو خبرو لپاره د سعودي عربستان غوراوی د دې ښکارندویي کوي چې سعودي عربستان په ۲۰۱۸م کال کې د خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو وروسته له خرابو شویو سفارتي اړیکو څومره لېرې شوی دی.
اوس ښکاري چې په سعودي په ځانګړې ډول پر وليعهد محمد بن سلمان له دې درکه غوړېدلی سیوری په ختمېدو دی که څه هم دغه هېواد کې د بشری حقونو پر موضوع لا هم کله نا کله اندېښنې څرګندېږي.
سعودي نړۍ کې د یوه فعاله او مهم غړي په توګه د راڅرګندېدو لپاره دې وروستیو کې په ډېرو برخو د بېلګې په ډول تفریحي، هنري او ورزشي ډګرو کې هم د پام وړ ډېرې پیسې لګولې دي.
په سفارتي اړیکو کې هم سعودي عربستان ځان فعاله ښیې خو د بایډن د حکومت پر مهال یې د مهم نړیوال شریک په توګه پر امریکا ډېره تکیه نه کوله.
ریاض دا ټینګار هم کړی چې د خپلو ګټو پر بنسټ یوازې له هغو هېوادونو سره ښې اړیکې پالي چې دوی ته مقابل درناوی لري، دغه هېواد د امریکا له سیالانو روس او چین سره هم اړیکې لري.
سپینې ماڼۍ ته دونلډ ټرمپ راتګ بیا د سعودیانو د هرکلي سبب شوي، ټرمپ له سعودي سره اړیکو ته له ځانګړې نظره ګوري او د تېرې دورې لومړی بهرنی سفر یې هم سعودي عربستان ته وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه هغه ممکنه بریا چې ښاغلی ټرمپ غواړي دی یې ریکارډ خپل کړي د سعودي او اسرائیلو تر منځ د سولې هوکړه ده، دا هڅې د ټرمپ د تېرې ولسمشرۍ دورې پر مهال پیل شوې وې. خو په غزه د اسرائیلو برید یې په مخکې خنډ شو.
سعودي عربستان د ټرمپ هغه پلان ته چې له غزې دې ټول فلسطینیان ووځی ډېر ژر غبرګون وښود او هغه یې رد کړ.
دې چارې سعودي عرب وهڅاوه چې له نورو عربي هېوادونو سره په یوه میز کېني او داسې لارې چارې ولټوي چې له مخې یې غزهوال په خپلو ځایونو کې پاتې شي، مېنې یې بیا ورغېږي او د دوه جلا ریاستونو نظریې ته کار وشي.
د ټرمپ ادارې اوسنی دریځ په غزه او نیول شوي لوېدیځه غاړه کې د سعودي عربستان له نظر سره مخالف دی خو د دغې اختلاف حل د امریکا او سعودي د راټوکېدلو اړیکو بنسټ جوړوي.
د سعودي عربستان له غوراوي وروسته ټاکل شوې (سې شنبه) د امریکا او روسيې لوړپوړو چارواکو تر منځ د اوکرایین پر سر د لومړي پړاو خبرې ریاض کې پیل شي.
دا خبرې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او سلاکارانو په کچه دي، واشنګټن او مسکو اعلان کړی چې دغو خبرو کې به اروپايي هېوادونه نه وي.
روسیې دا هیله هم کړي چې ریاض کې د اوکرایین سولې په اړه مذاکراتو کې لټه کوي چې له امریکا سره هر اړخیزې اړېکې ورغول شي.
له دې وروسته پام کې ده چې ډونلډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین هم سعودي کې سره وګوري.











