تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یو افشا شوی یاداښت ښيي چې د امریکا بهرنۍ مرستې ځنډول شوې
- Author, ټام باټمن
- دنده, د بهرنیو چارو وزارت لپاره د بي بي سي خبریال
د یوه داخلي یاداښت له مخې چې امریکایي چارواکو او په بهر کې د دغه هېواد سفارتونو ته استول شوی، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټولو بهرنیو مرستو د درول کېدو امر کړی دی.
دا افشا شوې خبرتیا د ولسمشر ټرمپ د تېرې دوشنبې ورځې له هغه اجرائيوي امر وروسته مخې ته راځي چې له مخې یې د امریکا بهرنۍ پرمختیايي مرستې د شفافیت او له بهرنۍ پالیسي سره ارزونې لپاره تر ۹۰ ورځو پورې درول شوې دي.
د یادونې ده چې د امریکا متحد ایالتونه د نړۍ تر ټولو ستر بسپنه ورکوونکی هېواد دی. د حکومتي شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د دغه هېواد د مرستو کچه ۶۸ میلیارد ډالرو ته رسېدله.
داسې ښکاري، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت تازه خبرتیا د پرمختیايي او پوځي مرستو په ګډون هر ډول مرستې رانغاړي. په دې کې یوازې بېړنۍ خوراکي او له اسرائیل او مصر سره پوځي مرستې مستثنا دي.
د افشا شوي یاداښت محتوا د بي بي سي له لوري تائید شوې ده.
په دغه یاداښت کې امر شوی، چې د ۸۵ ورځو په موده کې باید د ټولو بهرنیو مرستو پراخه ارزونه وشي، چې د ولسمشر ټرمپ له بهرنۍ پالیسي سره یې سمون باوري شي.
د امریکا بهرنیو چارو سکرتر مارکو روبیو مخکې ویلي و، چې له هېواده بهر به د امریکا ټول لګښتونه یوازې په داسې صورت کې کېږي، چې له کبله یې امریکا "لاغښتلې"، "خوندي" او "لا ډېره سوکاله شي".
د امریکا بهرنیو چارو یوه جګپوړي پخواني چارواکي بي بي سي ته په دې هکله وویل، دا امر د مرستو پر هغه پروګرام ''ستر'' اغېز کولای شي، چې امریکا یې مالي ملاتړ کوي.
جوش پاول چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې یې په بهرنیو چارو وزارت کې د وسلو انتقال په تړاو د کانګرېس اړیکي څارل، د دې موضوع په هکله وايي،'' تصور کولای شو، چې په ټوله نړۍ کې د بېلګې په توګه د ماین پاکۍ بشري پروګرام چارو درولو امر وشي، دا نو خورا لویه خبره ده.''
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د مرستو کنګل کېدو له کبله اوکرایین هم اغېزمنېدای شي، چې د جوبایډن حکومت پر مهال یې د وسلو په بڼه میلیاردونه ډالره امریکایۍ مرسته ترلاسه کوله.
په یاداښت کې د خوړو بېړنیو مرستو اجازه ورکړل شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ له اوربند وروسته غزې ته د مرستو څپه زیاته شوې او د سودان په ګډون د نړۍ په ځینو سیمو کې د لوږې کړکېچ روان دی.
په یاداښت کې دا هم ویل شوي چې د روبیو لخوا تر دې دمه د "اسرائیل او مصر لپاره د بهرني پوځي تمویل او اداري لګښتونو په ګډون د تنخواګانو لپاره چې د بهرني پوځي تمویل اداره کولو لپاره اړین دي" معافیتونه تصویب شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سره د دې موضوع په تړاو د نظر څرګندولو لپاره اړیکه نیول شوې ده.