ټرمپ وايي خامنه‌ای ته یې لیک استولی او د اټومي مذاکراتو بلنه یې ورکړې

ایران

د عکس سرچینه، EPA / Reuters

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چارشنبه یې د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای ته لیک استولی او نوموړي ته یې د اټومي مذاکراتو بلنه ورکړې ده.

خو په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ په دې تړاو د خبرونو له خپرېدو وروسته رسنیو ته ویلي چې له ټرمپ یې کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا ولسمشر د جمعې پر ورځ وویل چې "ژر به یو څه وشي" او "هیله‌ شته چې ایرانیان خبرو اترو ته کیني، ځکه له دې پرته باید امریکایان داسې یو څه وکړي چې تهران د اټومي وسلو د تولید امکان ونه لري."

هغه له فاکس‌نیوز سره د پنجشنبې ورځې په مرکه کې ویلي وو، دا غوره ګڼي چې ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي وویل: "بل انتخاب دا دی چې یو څه باید وکړو. ځکه دا نشي کېدای چې ایران دې اټومي وسلې ولري."

خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې څنډه کې ویلي "ایران به تر هغه وخته چې د ټرمپ حکومت خپل حد اکثر فشار جاري ساتلی وي، له متحدو ایالتونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه مذاکرات بېرته پیل نه کړي."

هغه زیاته کړې چې "د ایران اټومي پروګرام پر پوځي برید لمنځه نه شي وړل کېدای."

د یادونې ده چې ډونلډ ټرمپ‌ امریکا کې د تېر کال ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاین له مهاله پرله‌پسې ویلي چې ایران به د اټومي وسلو جوړولو ته پرې نږدي. نوموړی وايي، غواړي له تهران سره په دې تړاو هوکړې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا په ګډون د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادنو او ایران ترمنځ له لاسلیک شوې اټومې هوکړې ووت.

دا هوکړه په ۲۰۱۵ کال امریکا کې د بارک‌اوباما د حکومت پر مهال شوې وه،‌ خو ټرمپ یو اړخیزه او د ایران په ګټه بلله.

د هغه د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته د جو بایډن حکومت څو ځله ایران سره د اروپا په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې اترې وکړې، خو کومې پایلې ته سره ونه رسېدل.

تر هغې وروسته چې امریکا له شوې اټومي هوکړې ووته، تهران دوی لپاره له ټاکل شوې په لوړه کچه د یورانیمو بډاینې پیل کړې ده.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې ایران تر ۶۰ سلنې د یورانیمو بډاینې وړتیا څو برابره ډېره کړې ده.

دا اژانس وايي له ۶۰ څخه ۹۰ سلنې ته د یورانیمو بډاینه، چې بیا په وسلو کې هم کارېدای شي، کم کار غواړي.‌

هیلې او هڅې

روسیه

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې وروستیو کې دا انګېرنې ډېرې شوې چې روسیه ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام خبرو کې منځګړیتوب وکړي. په دې تړاو بحثونه تر هغې وروسته لا ډېر شول چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف د فبرورۍ ۱۸مه ریاض کې له خپل امریکايي سیال مارک‌روبیو سره له کتنې وروسته تهران ته سفر وکړ.

خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل روسي سیال سره له کتنې وروسته ګډې خبري ناستې ته وویل چې "ایران به د خپلې اټومي قضیې په تړاو نېغ‌ په نېغه له امریکا سره خبرې ونه کړي" او دا چې په دې برخه کې به "له چین او روسیې سره په همغږۍ" مخ ته ولاړ شي.

د یادونې ده چې د کرېملین ویاند دیمیتري پېسکوف تر دې لیدنې وروسته ویلي و، چې امریکا او ایران باید خپلمنځي ستونزې او مسایل د "خبرو اترو" له لارې حل کړي او دا چې روسیه چمتو ده په دغو مذاکراتو کې تر خپله وسه مرسته وکړي.

تازه تېره ورځ د اټومي انرژۍ په نړیوال اژانس کې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف بي‌بي‌سي ته په یوه مرکه کې تایید کړې، د روسي او امریکايي چارواکو ترمنځ ریاض کې د لیدنې پر مهال د ایران د اټومي پروګرام موضوع مطرح شوې، په دې تړاو اړیکې لپاره دوه اړخیز چینل هم رامنځته شوی، خو دمګړۍ د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پیل لپاره کوم "پرېکنده پروګرام" نشته.

هغه وویل، دا پروسه ښايي څو میاشتې وخت واخلي او دا چې د اټومي پروګرام خبرو اترو کې باید د ایران د توغندیو پروګرام او سیمه‌ییز مسایل شامل نه شي، ځکه دا به مذاکرات لا پیچلي او بې پایلو کړي.

ایران

د عکس سرچینه، Irna

د عکس تشریح، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې وروستیو کې یو ځل امریکا سره خبرو ته چمتووالی وښود

د یادونې ده چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره اوونۍ د اقتصاد وزیر د استیضاح په جلسه کې ویلي و، له دې سره موافق دی چې له امریکا سره خبرې وشي، خو خپله دا خبره یې له هغې وروسته بېرته واخیسته چې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌‌ای له دا ډول احتمالي مذاکراتو سره مخالفت وښود.

ښاغلي پزشکان وویل "زه پر دې باور وم چې که خبرې اترې وکړو ښه ده، خو مشرتابه وفرمایل چې موږ له امریکا سره خبرې نه کوو؛ نو موږ به هم د انقلاب د معظم مشر له وینا سره سم پر مخ ولاړ شو."

ټرمپ د فبرورۍ ۴مه د اسرائیل له لومړي‌ وزیر بنیامین نتنیاهو سره تر کتنې مخکې پر ایران د "حد اکثر اقتصادي فشار" د راوړلو اړوند سند لاسلیک کړ.

هغه د دغه فرمان د لاسلیکولو پر مهال وویل "دوه زړی یم. ټول غواړي چې لاسلیک یې کړم. دا کار کوم." خو هغه دې ته هم لیوالتیا وښوده چې له ایران سره "جوړجاړی" وکړي.

تر هغې درې ورځې وروسته د ایران مذهبي مشر ایت ‌الله علي خامنه ‌ای د پوځیانو یوې غونډې ته وویل، د اټومي پروګرام د مذاکراتو او هوکړې مخکینۍ تجربې ته په کتو، له امریکا سره خبرې اترې 'عاقلانه او شرافتمندې' نه دي.