ایران له روسیې سره هراړخیزه ستراتیژیکه هوکړه لاسلیک کړه

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یوه ''هراړخیزه ستراتیژیکه هوکړه'' لاسلیک کړې ده.
په پام کې ده، چې دغه هوکړه د ایران او روسیې تر منځ د اقتصادي او پوځي اړیکو د پیاوړتیا ته لار هواره کړي.
د فرانسې خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي پوتین د هوکړې له لاسلیک مخکې ښاغلي پزشکیان ته ویلي، چې ''نوی توافق موږ ته زمینه برابروي، چې د همکارۍ په نژدې هره برخه کې زیاتوالی راولو.''
د هوکړې له لاسلیکولو وروسته ولادیمیر پوتین خبریالانو ته وویل، روسیه او ایران به په پرېکنده توګه ''له بهرنیو فشارونو'' سره مقابله وکړي.
ښاغلي پزشکیان هم دا هوکړه د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ برخه کې یو نوی پړاو وباله او په خبره یې ''روسیه د ایران د ګاونډیتوب په سیاست کې ځانګړی ځای لري.''
دغه هوکړه چې د لوېدیځوالو له سختو بندیزونو سره د مخامخ دواړو هېوادونو تر منځ کېږي، کېدای شي د لویدیځو قدرتونو لپاره د اندېښنې لامل شي.
ښاغلي پزشکیان د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي، د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي د ښاغلي پوتین لپاره ''د ځانګړي سلام رسولو'' ورته ویلي دي.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وايي، دغه سند له مخې به په پوځي، سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د تهران او مسکو تر منځ اړیکي پیاوړي شي.
په هغه بیان کې چې کریمیلن د جمعې پر ورځ خپور کړی راغلي چې دواړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د هغه څه په مقابل کې به چې ''امنیتي ګواښونه'' بلل شوي، له یوه بل سره مرسته کوي.
ایران او روسیې دغه راز هوکړه کړې، چې که یو درېیم هېواد له دې دواړو هېوادونو پر یوه برید وکړي، دویم هېواد به له بریدګر سره له مرستې ډډه کوي.
د دې مانا دا ده، چې دا یو ګډ دفاعي تړون نه دی، چې له مخې به یې ایران یا روسیه د درېیم لوري د برید په صورت کې له یوه بله دفاع کوي.
ښاغلی پزشکیان د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او مل پلاوي په ملګرتیا د جمعې پر ورځ مسکو ته ورسېد او په هوايي ډګر کې یې د روسیې انرژۍ وزیر سرګي سیویلیوف هرکلي ته ولاړ و.











