لومړنی هندی ستورمزلی نړیوالې فضايي اډې ته ورسېد

شوبانشو شوکلا د فضايي څېړنو لپاره د اکسیوم په نامه د یوه خصوصي فضايي شرکت په اکس-۴ نومې ستوربېړۍ کې نړیوال هوايي ستېشن ته تللی دی. هغه لومړنی هندی ستور مزلی شو چې 'نړیوالې فضايي اډه' کې یې پښه کېښوده.

په دغه فضايي بېړۍ کې د څو نورو هېوادونو ستورمزلي سپاره وو چې د ناسا پخوانۍ تجربه کاره پیګي ویټسن چې د دغه سفر مشري کوي، د هند شوبانشو شوکلا، د پولنډ سلاوځ اوزنانسکي-ویسنیوسکي او د هنګري ټیبور کاپو په کې شامل دي

شوبانشو شوکلا دوهم هندی ستورمزلی شو چې فضا کې او لومړنی هندی ستورمزلی شو چې په 'نړیوال فضايي ستېشن' یا ای‌ایس‌ایس کې پښه ږدي.

تر هغه وړاندې ۱۹۸۴ کال کې بل هندي ستورمزلي راکېش شرما د روسیې په سویوز ستوربېړۍ کې فضا ته تللی و.

په یوه ژوندي ویډیويي جریان کې لیدل کېږي چې اکس- ۴ ماموریت له 'مداري لابراتوار' سره وصلېږي او څلور واړه عمله یې نړیوال فضايي ستېشن ته لېږدول کېږي.

د دوی ستور بېړۍ د چارشنبې په ورځ د امریکا له کالیفورنیا څخه وتوغول شوه. یاد ستورمزلي به هلته دوه اونۍ تېرې او بېلابېلې ساینسې تجربه به وکړي.

نړیوالې فضايي اډې ته د اکس- ۴ د عملې په رسېدو سره هلته د موجودو ستورمزلو شمېر ۱۱ کسانو ته ورسېد.

دغه ماموریت د ناسا، هندوستان فضايي ادارې، اروپا فضايي ادارې او سپېس ایکس ترمنځ د ګډې همکارۍ پایله کې تر سره شوی دی.

په دغه دوه اونیز سفر کې به ستورمزلي کابو ۶۰ ساینسې ازموینې وکړي چې له ډلې یې اوه د هندوستان د فضايي څېړنو ادارې له خوا ډیزاین شوې دي.

د هندوستان د فضايي څېړنو ادارې په اکس- ۴ فضايي بېړۍ کې د یوې څوکۍ د خوندي کولو او د ښاغلي شوکلا د روزنې لپاره ۵۹ میلیونه ډالره لګښت کړی دی.

د هندوستان د فضايي څېړنو اداره وايي، هغه تجربې چې ښاغلی شوکلا به یې نړیوالې فضايي اډې ته د سفر پر مهال تر لاسه کړي، له دغه هېواد سره به د بشري فضايي الوتنو برخه کې مرسته وکړي.

د هندوستان د فضايي څېړنو ادارې ویلي، پلان لري په ۲۰۲۷ کال کې خپله لومړنۍ بشري فضايي الوتنه تجربه کړي او زیاته کړې یې ده چې تر ۲۰۳۵ کاله به فضا کې خپله فضايي اډه جوړه او همدارنګه تر ۲۰۴۰ کاله به سپوږمۍ ته په خپله ستورمزلی واستوي.