د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه: ويناوالو په غزه کې د اوربند غوښتنه کوله

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډه د امریکا په نيويارک کې پيل شوې، پيلنۍ ویناوې تر ډېره په غزه کې د کړکېچ، د اسرائیلي پوځ عملياتو، د دوو دولتونو حل لارې، اوکرايين جګړې او اقلیمي بدلون پر مسايلو راټولې وې.

د ملګرو ملتونو د ۸۰ يمې عمومي غونډې په پيل کې د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش وينا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې په سودان، اوکرايین او غزه کې د جګړې د پایته رسولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ګوتېرش په غزه کې د تلپاتې اوربند، د بشري مرستو زياتوالي، د ټولو يرغمل شويو کسانو خوشي کولو او د فلسطينيانو د لوږې او وژنې د پايته رسولو پر اړتيا ټينګار وکړ او دا یې هم زياته کړه چې هېڅ شی پر اسرائیلو د اکټوبر د اوومې نېټې بريدونه نه شي توجيه کولی.

په غزه کې د اسرائیلو وروستيو عملياتو او هلته روان بشري کړکېچ ته په اشاره ښاغلي ګوتېرش وويل چې د فلسطیني خلکو ټوليزه سزا د توجيه وړ نه ده او د "عدالت نړيوالې محکمې له خوا ټاکل شوي ګامونه بايد په بشپړ ډول او سملاسي پلي شي.

ښاغلي ګوتېرېش ټينګار وکړ چې،"موږ بايد په منځني ختيځ کې د دوامداره سولې یوازينۍ حللارې يعنې د دوو دولتونو له جوړېدلو چې تېره ورځ پرې بيا ټينګار وشو، شاته نشو."

ښاغلي ګوتېرېش د ملګرو ملتونو اهميت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې ملګري ملتونه د شخړو او درېيمې نړيوالې جګړې د اورونو پر وړاندې د يوه دېوال په څېر ولاړ دي.

نوموړي يو ځل بيا د اقلیم بدلون کړکېچ ته د پاملرنې غوښتنه وکړه او له هېوادونو یې وغوښتل چې "اقليمې عدالت" د خپل پام په مرکز کې وساتي.

وروسته د برازيل ولسمشر لوېز اناسيو لولا ډې سېلوا د وينا پر مهال د ښي اړخو د خطر، "د استبدادي مشرانو او د هغوی د ملاتړو" په اړه خبرداری ورکړ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وينا

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله وينا د امریکا پر پخوانۍ ادارې له نيوکې پيل کړه او پخوانی ولسمشر یې د "کړکېچونو د لړۍ مسئول" وباله.

د ۱۵ دقيقو پر ځای په يو ساعته وينا کې نوموړي د خپلې واکمنۍ ستاينه وکړه چې په وينا يې په تېرو اتو میاشتو کې یې غوره حکومت رامنځته کړی او هېواد یې د اقتصاد او پوځ له درکه په نړۍ کې تر ټولو پياوړی هېواد ګرځېدلی چې د ده په ټکو "دا په ريښتيا د امریکا طلايي دوره ده".

ښاغلي ټرمپ د غيرقانوني کډوالۍ پر وړاندې پر خپله مبارزه يو ځل بيا ټينګار وکړ.

ټرمپ: ايران په نړۍ کې د "ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړی" دی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران په اړه خپله وینا کې وویل، "ما مخکې هم ويلي چې نړۍ کې د ترهګرۍ ترټولو لوی ملاتړی" هېڅکله اټومي وسلې نشي لرلی.

هغه د ايران پر اټومي تاسيساتو بريدونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې دوی د ايران اټومي تاسيسات "په بشپړ ډول ويجاړ کړي" دي.

ډونلډ ټرمپ وويل، "د ډليزې وژنې وسلې نړۍ ته تر ټولو ستر ګواښ دی او د ولسمشر په توګه په لومړۍ دوره کې مې دې ته لومړيتوب ورکړ." د ايران اټومي پروګرام ته په اشارې يې وويل، "زه به هېڅکله داسې رژيم ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنکړم چې د سيمې هېوادونو او د هغو ګاونډيو ته ګواښ وي."

خو ایران تل دې ته ورته تورونه رد کړي او خپل اټومي پروګرام یې "سوله ییز" بللی دی.

ټرمپ: د فلسطین دولت پېژندل د حماس لپاره "انعام" دی

ډونلډ ټرمپ د وينا پر مهال

د عکس سرچینه، EVN

ډونلډ ټرمپ وویل چې په غزه کې د اوربند د منځګړیتوب په هڅو کې ښکېل و خو په وینا یې د خبرو اترو اړخونه "باید دا کار وکړي."

نوموړي زياته کړه، څو ځواکمنو هېوادونو په دې وروستیو ورځو کې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی چې "دا به د حماس د جرمونو لپاره انعام وي."

ښاغلي ټرمپ وویل هغه کسان چې سوله غواړي باید په یوه پیغام کې سره متحد شي، هغه د "یرغمل شویو کسانو سملاسي خوشي کول."

ښاغلي ټرمپ حماس تورن کړ چې د اوربند لپاره معقول وړاندیزونه ردوي.

په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو غړو هېوادونو په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې ځینو یې له روسیې د انرژۍ اخیستل نه دي بند کړي او په دې کار سره "د ځان پر وړاندې جګړه تمویلوي."

ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړ چې که روسيه جګړه پايته ونه رسوي چمتو دی چې"درنې تعرفې" پرې ولګوي.

د خپلې وينا پر مهال ډونلډ ټرمپ وویل چې یوازې په اوو میاشتو کې یې "اووه بې پایه جګړې ختمې کړې دي."

نوموړي د اسرائیلو او ایران، پاکستان او هند، روانډا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، تایلنډ او کمبوډیا، ارمينيا او اذربایجان، مصر او ایتوپیا، سربیا او کوسوو ترمنځ جګړو ته اشاره وکړه.

د دې "جګړو" ډیری یې یوازې څو ورځې دوام وکړ، که څه هم دا د اوږدې مودې کړکیچونو پایله وه، او دا روښانه نه ده چې ایا د سولې ځینې تړونونه به دوام وکړي که نه.

د ښاغلي ټرمپ په وینا، د مې په میاشت کې، د هند او پاکستان ترمنځ څلور ورځنۍ جګړه د "امریکا په منځګړیتوب د یوې اوږدې شپې خبرو اترو" وروسته پای ته ورسېده.

اردوغان په غزه کې د سملاسي اوربند او د مرستو د پیلېدو غوښتنه وکړه

رجب طيب اردوغان

د عکس سرچینه، EVN

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د خبرو یوه لویه برخه پر غزې راټوله وه. نوموړي اسرائیل د سیمه ییز امنیت لپاره "ګواښ" وباله چې د غزې سربېره یې لبنان، ایران، یمن، سوریه او قطر په نښه کړي دي.

ښاغلي اردوغان وويل، "په غزه کې د نسل وژنې له ۷۰۰ ورځو زیات وخت تېرېږي"، چې اسرائيل ملکي وګړي وژني چې په وينا یې "تر اوسه ۶۵۰۰۰ کسان وژل شوي" دي.

نوموړي د خپلې وینا پر مهال د ښځو او ماشومانو عکسونه وښودل چې د خوړو لپاره انتظار کوي او دا یې "په غزه کې ورځنی ژوند" یاد کړ.

"یوازې خپل وجدان ته وګورئ او دا پوښتنه ځواب کړئ چې، ایا په ۲۰۲۵ کې د دې تاوتریخوالي لپاره یو معقول دلیل شته دی؟"

نوموړي زياته کړه "دا شرمناکې صحنې په غزه کې رامنځته شوې او په تېرو ۲۳ میاشتو کې تکرار شوې دي."

د ترکیې ولسمشر په غزه کې جګړه د "انسانیت تر ټولو يوه تیاره شېبه" ياده کړه او بیا یې د یو سخت خوارځواکۍ ماشوم یو انځور وښود او پوښتنه یې وکړه چې، "څه ډول انساني وجدان دا زغملی شي؟ موږ څنګه کولی شو د دې پر وړاندې چوپ پاتې شو؟ په داسې نړۍ کې چې ماشومان د لوږې او درملو له نشتوالي مري، ایا دا ممکنه ده چې سوله او ارامي ولرو؟"

نوموړي په خپله وینا کې غزه د هولوکاسټ سره پرتله کړه، ویې ویل چې د انسانانو سربېره، څاروي، کورونه، زیربناوې او نور په قصدي ډول په غزه کې په نښه شوي دي.

اسرائیلو په تېر کې دا ډول ادعاوې او تورونه رد کړي دي.

د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ چې "په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي. بریدونه باید ودرول شي او بشري مرستې باید بې له خنډه پیل شي."

نوموړي "په غزه کې د نسل وژنې" د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه، او ویې ویل، "هر هغه څوک چې چوپ پاتې کېږي په دې وحشت کې شریک دی."