تر نیمه لوڅې جعلي ويډيو وروسته هندۍ فلمي ستورې له ښځو غوښتي چې د "جعل" پر ضد غږ پورته کړي

رشميکه مندانه د هندي فلمونو ستورې ده او تازه د یوې داسې جعلي ویډيو له کبله پر خواله رسنیو ځورول شوې چې د یوې نیمه لوڅې ښځې په بدن پسې پکې د دې مخ نښلول شوی و.

دا ډول جعلي ویډيوګانو ته د "ډيپ فېک" یا د "ژور جعل" اصطلاح کارېږي.

رشميکه له خلکو غوښتي چې د دغو ويډیوګانو له خپرلو ډډه وکړي.

اغلې مندانه په ځانګړي ډول پر ځوانو ښځو غږ کړی چې که څوک یې د داسې جعلي عکسونو او ویډيوګانو په خپرولو سره ځوروي نو خپل غږ دې اوچت کړي او پر وړاندې دې ودرېږی.

هغه ویډيو چې پر خواله رسنیو لاس په لاس شوه او رشميکه یې له امله وځورول شوه، په اصل کې د یوې بریتانوۍالاصله هندۍ ښځې وه چې پر خپل انسټاګرام یې خپره کړې وه او کوم چا د دې مخ د هغې پر څېره لګولی و.

۲۷ کلنې مندانه دا پېښه "ډېره ډاروونکې" بللې او وايي چې د فلمي نړۍ همکارانو ملاتړ دې ته متوجه کړې چې د داسې ويډيوګانو خپرول باید عادي ونه ګڼل شي.

اغلې مندانه د تېرې دوشنبې په ورځ رسنيو ته وویل، "د خلکو ملاتړ ما ته د ارامۍ او خونديتوب احساس راکړ. نو غواړم ټولو نجونو ته ووایم چې دا کومه عادي مسئله نه ده. که یو څوک تاسې اغېزمنوي او ځوروي نو غلې کېږئ مه بلکې پر وړاندې يې غږ اوچت کړئ."

د پېژندګلو یا هویت غلا؟

تر هغې پېښې وروسته دې هندۍ هنرمندې پر خپل اېکس ولیکل، "که دا پېښه له ما سره هغه وخت شوې وای چې ما پوهنتون وایه نو هېڅ تصور یې نه شم کولای چې څنګه به یې له هودې وتلم."

مندانه رشميکه د چا په اړه د داسې جعلي ویډيوګانو خپرول د "هویت غلا کول" بللي او له خلکو یې غوښتي، "تر هغه مخکې چې څوک مو هویت درنه غلا کړي، پر وړاندې يې بېړنۍ غبرګون وښيئ."

د هند د معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر اشويني وېشنو دا ډول جعلي ويډيوګانې "ډيموکراسۍ ته یو نوی خطر" ګڼلی.

تېره اوونۍ ښاغلي وېشنو د خواله رسنيو او مصنوعي ځيرکتیا شرکتونو سره ناسته کړې او ویلي يې دي چې ډېر ژر به حکومت د دې ستونزې د له منځه وړو لپاره د "واضح او د عملي کېدو وړ پلان" وړاندې کړي.

اغلې مندانه د هندي تر څنګ په تېلګو او کاناډه ژبه هم فلمونو کې کار کوي او د خپلې هنرنمايۍ له کبله یې ګڼې جایزې هم ګټلې دي.

د راروانې دسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه يې له رنبیر کپور سره د 'اېنيمل' یا "ځناور" په نوم هندي فلم نندارې ته وړاندې کېږي.