عباس ستانکزی: پاکستان دې موږ غبرګون ښودلو ته نه مجبوروي

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي له پاکستانه په اجباري ډول د افغان کډوالو د ستنولو "یو اړخیزه پرېکړه" غندي.

د طالبانو په حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو شړل له نړیوالو اصولو مخالفه چاره بولي او د پاکستان امنیتي ادارو ته یې خبرداری ورکړ چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلن لاس واخلي.

هغه دوشنبه کابل کې د افغانستان راتلونکې اقتصادي پرمختګ په موخه جوړې شوې نړیوالې ناستې ته ویلي پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه د دوی له حکومت، ملګرو ملتونو او کډوالو چارو ادارې یو این اېچ سي ار سره له همغږۍ پرته کړې ده.

هغه له ایران او پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل له دغو کډوالو سره ظلم او له نړیوالو اصولو خلاف کار وباله.

هغه وویل "دا فیصله پاکستان یو طرفه کړې ده، په دې ارتباط یې له افغانستان سره، له اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) سره هېڅ مشوره نه ده کړې. ملل متحد یې هم په جریان کې نه دي اچولي."

ښاغلي ستانکزي پاکستاني امنیتي کسان تورن کړل چې له افغان کډوالو ټوله شتمني ګرځوي او په وینا یې په دې سړه هوا کې یې تش لاس افغانستان ته استوي.

د هغه په وینا پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانانو پر سر له نړیوالې ټولنې نه په میلیاردونو ډالر اخیستي او افغان کډوالو ته یې نه دي ورکړي.

نوموړي وویل "دا یو ظالمانه تصمیم دی. موږ یې په کلکو ټکو غندو. موږ هېڅ وخت چا ته حق نه ورکوو چې زموږ په خویندو، وروڼو، زموږ په اطفالو باندې دغسې مظالم وکړي، لکه د پاکستان په خاوره کې چې یې امنیتي قوتونه ورباندې کوي."

ښاغلي ستانکزې دلته دا خبرداری هم ورکړ چې په داسې کړنو دې د دوی حوصله نه ازمویل کېږي.

هغه وویل "موږ ډېر زغم وکړ. له حوصلې مو کار واخیست. شدید غبرګون مو ونه ښود. د پاکستان له امنیتي قوتونو او ملکي حکومت هم امید دا دی چې خپله رویه تغییر کړي، او موږ مجبور نه کړي چې د دوی د عمل په مقابل کې عکس العمل وښیو. د افغانانو عکس العمل بیا دنیاوالو ته معلوم دی."

له هغه مهال راهیسې چې د پاکستان حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د شړلو پرېکړه کړې تر دې مهال څه باندې ۲۳۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د شمېرو له مخې په دوي کې ۱۷۴ زره یې د تورخم،‌ غلام خان او انګور اډې له لارې پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته ستانه شوي او څه باندې ۴۵ زره یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کندهار ځايي چارواکي وايي په سپین بولدک کې له وراوښتونکو کډوالو سره مالي او د خوړو مرسته هم کېږي. په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت هم وايي که څه هم له ګاونډیو هېوادونو د راتلوونکو افغان کډوالو شمېر لوړی دی خو دوی توانیدلې دی چې دې کډوالو ته روغتیايي چوپړونه وړاندې کړي.

چارواکي وايي په تورخم، سپین بولدک او ځینو نورو سیمو کې د خصوصي سکتور په مرسته ګڼې روغتیايي ډلې کډوالو ته روغتیايي چوپړونه وړاندې کوي. په دې لړ کې پرون په تورخم کې د یو روغتون د پرانستلو مراسم ترسره شول.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د مرستيال ځانګړي استازي تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت ليدنې پر مهال له هغوی سره د اوږدمهاله او لنډمهاله مرستو ژمنه وکړه.

ډينل اندريس ويلي چې دا مرستې به د سرپناه، خوړو، کاري بوختياوو، روغتيا، پاکو اوبو او د راستنېدونکو کډوالو د بچیانو د زده‌کړو په برخو کې وي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، د کډوالو نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یو این اېچ سي ار او ځینو نورو ادارو له کډوالو سره پر خپلو مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی.