تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان ته شاوخوا ۲۳۰ زره کډوال ستانه شوي؛ متقي وايي د "کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه یوه اړخیزه ده"
له هغه وخته چې په پاکستان حکومت کې "بې اسناده" افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو ویلي، تر دې مهال شاوخوا ۲۳۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د تازه شمېرو له مخې په دوی کې ۱۷۴ زره یې د تورخم، غلام خان او انګور اډې له لارې پر ډیورنډ کرښه افغانستان ته ستانه شوي دي. شاوخوا ۴۵ زره یې تر اوسه (دوشنبه، د نومبر ۶) د سپین بولدک له لارې افغانستان ته تللي دي.
هممهاله د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه ننګولې او هغه یې یوه اړخیزه بللې.
"پاکستاني چارواکي هېڅ نه اوري"
نوموړی وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ګډون یې له پوځي مشرانو سره د دوی پر پرېکړه خبرې کړې دي، خو وايي کوم پایله یې نه ده ورکړې.
ښاغلی متقی وايي، پاکستان پر دوی فشار راوړي، خو نوموړی ټینګار کوي چې د چا فشار ته غاړه نه ږدي. نوموړی زیاتوي، پر دې نه پوهېږم چې ولې پاکستاني چارواکو اوس دغه ډول پرېکړه کړې ده.
د پاکستان حکومت د اوکټوبر په لومړیو کې پرېکړه کړې وه، چې شاوخوا ۱ اعشاریه ۷ میلیونه هغه کډوال چې په دې هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري، افغانستان ته واستوي.
د پښتونخوا د کورنیو او قبایلو چارو اداره وايي، تر ټولو ډېر افغان کډوال د پښتونخوا له لارې افغانستان ته اړول کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغان کډوالو ستنول "له سپکاوي ډک" دي- هغه څه چې د طالبانو لومړي وزیر هم پرې نېوکې کړې دي.
د کډوالو د ستنېدو بهیر وروسته له هغه خورا چټک شو چې پاکستان کډوالو ته ورکړل شوې وروستۍ موده پای ته ورسېده.
خو بي بي سي ته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د چارواکو له خوا په ډاګه شوې چې تېرو دوو شپو کې دا بهیر یو څه ټکنی شوی دی.
تېره شپه یوازې تر ۶ نیم زرو کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې دا شمېر په یوه شپه کې څو چنده لوړ و.
پېښور کې د کډوالو نیولو لړۍ
په لنډي کوتل کې یوه ځايي خبریال هم بي بي سي پښتو ته ویلي، د کډوالو لپاره هلته په جوړ شوي لنډمهاله کمپ کې نن دوشنبه "د ګوتو په شمېر د کډوالو څو لارۍ" ولاړې وې. خو تېره اوونۍ په دغه کمپ کې د کډوالو شمېر تر زرګونو رسېده.
که څه هم تېره اوونۍ په پښتونخوا کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پراخ نه وه، خو رپوټونه وايي سر له ننه "دوشنبې" به د بې اسنادو کډوالو د نیولو لړۍ پیل شي.
تېره اوونۍ بي بي سي ته ځینو سرچینو ویلي وو، په پېښور کې پولیسو ته ویل شوي وو چې "څو ورځې د کډوالو له نیولو ډډه وکړي" او په خپله خوښه ستنېدو ته یې پرېږدي.
بلخوا، پښتونخوا کې ځايي حکومت د پاکستان له مرکزي حکومته د افغان کډوالو د ستنونو لپاره د یومیلیارد پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې.
خیبر پښتوخوا د اطلاعاتو وزیر فیروز جمال کاکاخیل تېره اوونۍ ویلي و، د هر افغان کډوال پر ستنولو له پنځو زرو تر اتو زرو کلدارو لګښت راځي.
په پښتونخوا کې ځاييچار واکي وايي، د کډوالو پر ټرانسپورټ، کمپونو کې یې ساتل او "پر روغتیايي اسانتیاوو" یې لګښتونه راځي.
دوی وايي، د کډوالو د ستنولو دا پرېکړه مرکزي حکومت کړې او غوښتنه یې دا وه چې په دغه لګښت کې دې مرکزي حکومت هم برخه اخلي.
خو ستنېدونکي افغان کډوالو شکایت کوي چې ځینې وخت ان څو ورځې د پاکستان په لنډمهالو کمپونو کې د نوملیکنې لپاره انتظار باسي او "آسانتیاوې په کې نشته."