د شمالي کوریا مشر د روسیې دفاع وزیر ته خپل نوي توغندي ښودلي

د عکس سرچینه، Reuters
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ته د شمالي کوریا نوې وسلې د چهار شنبې پر ورځ (۲۶/۰۷/۲۰۲۳ ) نندارې ته وړاندې کړې.
پیونګ یانګ د ښاغلي شویګو په مشرۍ روسیي پلاوی او د چین چارواکي ور بللي دي.
دوی به د شمالي کوریا پلازمینې پیونګ یانګ کې د کوریا جګړې د اوربند اویایمې کلیزې لمانځغونډه کې ګډون وکړي، چې معمولا لوې پوځي نندارې په کې ترسره کېږي.
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ته د نورو وسلو ترڅنګ هوسونګ انټرکانټیننټال بالستیک توغندی (ICBM) هم ښودل شوي دي.
دا توغندی د اپریل په میاشت کې په بریالیتوب سره وتوغول شو.
داسې انګېرل کېږي، دا د شمالي کوریا لومړی ICBM توغندی دی، چې جامد سوند توکي (propellants) کاروي او دا سوند توکي د خپلو مایع توغندیو پرتله ډېر چټک کار کوي.
ان کې ( NK) نیوز، چې یو د پوځي وسایلو تخصصي سایټ دی او ټول پام یې په شمالي کوریا دی لیکي، دوه نوې بې پیلوټه الوتکې یا ډرون هم نندارې ته وړاندې شوې، چې یوه یې د امریکا پوځي ځواک لخوا کارېدونکې درون ته ورته ده.
ښاغلي شویګو دغه سفر په داسې حال کې پیل کړی، چې ویل کېږي پیونګ یانګ د اوکرایین جګړې لپاره روسیې ته وسلې ورکوي او دا هغه ادعا ده، چې مسکو او پیونګ یانګ یې ردوي.
تمه ده، چې شمالي کوریا ته د سیاسي او پوځي پلاوي سفر پر پنجشنبه پای ته ورسېږي.
د یادونې ده، چې شمالي او سویلي کوریا لا هم په تخنیکي توګه په جګړه کې دي، ځکه په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا جګړې پای ته رسیدو سره د سولې هیڅ تړون نه دی لاسلیک شوی.

د عکس سرچینه، EPA
روسیه او چین دواړه د شمالي کوریا د اوږدې مودې ملګري دي.
د شمالي کوریا رسنیو ویلي، ښاغلي کیم له ښاغلي شویګو سره "دوستانه خبرې" کړې.
د روسیې دفاع وزیر د شمالي کوریا مشر ته د خپل ولسمشر ولادیمیر پوتین یو لیک هم سپارلی دی.
د یادو رسنیو پر بنسټ، د روسیې دفاع وزیر د شمالي کوریا پوځ په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی پوځ بللی دی.
د شمالي کوریا مشر ته لیکونه
د چین پلاوي، چې مشري یې د کمونست ګوند د سیاسي څانګې غړی لي هینګ جونګ کوي، د چین د ولسمشر شي جین پینګ یو لیک هم ښاغلي کیم ته سپارلی دی.
د راپورونو پر بنسټ کیم ښاغلي لي ته وویل: "د کوریا خلک به هیڅکله دا حقیقت هېر نکړي چې د چین زړورو سرتېرو د کوریا د جګړې د ګټلو لپاره خپله وینه تویه کړې."
بیجینګ د شمالي کوریا په ملاتړ له سویلي کوریا سره جګړې لپاره هغه هېواد ته د ۱۹۵۰ کال په مني کې سرتېري استولي وو.
هغه مهال د شوروي اتحاد هم شمالي کوریا ته خپل سرتېري استولي وو او د سویلي کوریا پر وړاندې یې د شمالي کوریا ملاتړ کاوه.
په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو راهیسې تر دې دمه روسیه د شمالي کوریا متحده پاتې شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
دا یوالی یې د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ دی.
ځینې شنونکي وايي، چې سږکال یادې لمانځلغونډه کې د چین او روسیې د استازو شتون په شمالي کوریا کې د کورونا بندیزونو احتمالي نرمښت په معنا دی.
دا غونډه یوازې څو اوونۍ وروسته له هغه جوړه شوې، چې په سیمه ییزو رسنیو د شمالي کوریا اوسیدونکي ښکاره کېدل چې له ماسک پرته یوې خوا او بلې خوا ته ګرځېدل.
شمالي کوریا چې له نورې نړۍ یې ځان تر ډېره ګوښې کړی، په ۲۰۲۰ کال کې د کورونا له کبله خپلې ټولې پولې د بهرنیانو پر مخ وتړلې.
دې چارې د دغه هېواد سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې اغېزمنې کړې.











