امریکايي رسنۍ : شمالي کوریا روسیې ته وسلې ورکوي

اوکرایین جګړه

د عکس سرچینه، Governor

امریکايي رسنۍ وايي، روسیه دې ته اړ شوې چې له شمالي کوریا پوځي تجهیزات واخلي.

د رپوټونو له مخې، دا اړیتا وروسته له هغې پېښه شوه چې د بندیزونو له امله روسي پوځ ته د اکمالاتو په برخه کې د مسکو وړتیا کمه شوه.

نیویارک ټایمز د خپلو پټو سرچینو د مالوماتو له مخې ویلي چې روسیې له پیونګ یانګ میلیونونه توپونه او راکټونه پېرلي دي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، روسیه به اړ شي چې له شمالي کوریا نورې وسلې هم وپېري ځکه چې جګړه لا دوام لري.

د رپوټونو له مخې، تېره اوونۍ مسکو د ایراني بې پیلوټه الوتکو لومړی وړاندیز ترلاسه کړی دی.

ایران او شمالي کوریا دواړه د لویدیځ له بندیزونو سره مخ دي او پر اوکرایین د برید له پیل راهیسې په دغه دواړه هېوادونه په دې لټه کې دي چې خپلې اړیکې له مسکو سره لا پراخې او نژدې کړي.

د کیم جونګ اون رژیم د جګړې پړه پر امریکا اچولې او پر لویدیځ یې تور لګولی چې د روسیې پر وړاندې له "استبدادي پالیسۍ" کار اخلي.

تېره میاشت شمالي کوریا د اوکرایین ختیځ کې د دونیڅک او لوهانسک په نامه دوه هغه ایالتونه په رسمیت وپېژندل چې روسیه یې خپلواک ګڼي.

شمالي کوریا هغه مهال دا ژمنه هم وکړه چې مسکو سره به "خپلې اړیکې لا ژورې کړي"

روسیه او اوکرایین

د عکس سرچینه، Russian defence ministry

د پیونګ یانګ دولتي رسنیو په وینا، د روسیې ولسمشر ولودیمیر پوتین هم د شمالي کوریا د ژمنې په ځواب کې ویلي، دواړه هېوادونه به خپلې "دوه اړخیزې او جامع اړیکې" لا پراخې کړي.

رپوټونه وايي، پر روسیې د شمالي کوریا له خوا د خرڅو شویو پوځي تجهیزاتو کچه لا نه ده روښانه شوې.

خو یوه امریکايي چارواکي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، د ملاتړ لپاره شمالي کرې ته د روسیې مخ اوښتل په دې مانا دي چې "روسي پوځ اوکرایین کې د اکمالاتو له سخت کمښت سره مخ دی" او دلیل یې هم تر ډېره بندیزونه دي.

امریکا او اروپايي ټولنه په دې باور دي چې جګړه کې د مسکو پوځي وړتیا زیانمنه شوې او مخ په کمېدو ده.

تېره اوونۍ د بایډن اداري چارواکو امریکايي رسنیو ته ویلې وو چې، د ایران له خوا جوړې شوي بې پیلوټه الوتکو لومړۍ جوپه روسیې ته وسپارل شوې

د امریکا استخباراتي چارواکي بیا په دې باور دي چې د روسي پوځیان د (مهاجرـ۶ او شهید لړۍ په نامه یادې شویو وسلو کارولو په برخه کې د روزنې ترلاسه کولو لپاره ایران ته تللي دي.

خو دوی په وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې ورسپارل شوې ډېرې ډرون الوتکې له هماغه لومړي سره ځينې فني او تخنکي ستونزې لري.

ایران په رسمي ډول د جګړې دواړو لورو ته د وسلو ورکول رد کړي خو په جولای میاشت کې د امریکا ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي وو چې تهران غواړي د اوکرایین جګړې لپاره مسکو ته سلګونه بې پیلوټه الوتکې ورکړي چې ځينې به یې د جګړې وړتیا هم ولري.