تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بدخشان کې د کوکنارو فصل اړولو پر سر تازه تاوتریخوالی: ۲ کسان وژل شوي، ۱۳ ټپيان دي
د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې یوځل بیا د طالبانو حکومت ځواکونو او ځايي خلکو ترمنځ د کوکنارو فصلونو لمنځه وړلو پر سر تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی.
سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دا ځل د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې د کوکنارو کروندو ويجاړولو پر سر نښته کې دوه ځايي اوسېدونکي وژل شوي او ديارلس نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېره اوونۍ هم د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د طالبانو حکومت ځواکونو او سیمه ییزو خلکو ترمنځ د کوکنارو فصلونو لمنځه وړلو پر سر نښتې شوې وې چې لږ تر لږه دوه کسان په کې وژل شوي وو.
په افغانستان کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په بدخشان کې د کوکنارو فصل له منځه وړلو لپاره د دوی عملیات دوام لري.
دغه وزارت پر خپله ایکس/ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی تر قومندې لاندې ځواکونو په څو بېلابېلو عملیاتو کې په بهارک او جرم ولسوالیو او د مرکز فیض اباد په شاوخوا سیمو کې له ۲۲۰ جریبه زیات کرل شوي کوکنار له منځه وړي.
هممهاله د بدخشان امنیه قوماندانۍ هم داسې انځورونه خپاره کړي، چې ښيي د طالب ځواکونو له خوا د کوکنارو ځینې ډکې کروندې چې ګلونه یې کړې، ویجاړې شوې دي.
ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي، نن سهار د ارګو ولسوالۍ په برلاس سيمه کې د کوکنارو د کښتونو د اړولو پر سر د طالبانو د امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو ترمنځ نښته شوې ده.
هلته يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، بي بي سي ته وويل چې د برلاس سیمې په ننيو نښتو کې دوه تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
له دې ډلې شپږ ټپيان او دوه مړي د بدخشان د مرکز فيض اباد روغتون ته لېږدول شوي او نور ټپيان د شتک او وحدت ښار په سيمه ييزو روغتونونو کې بستر شوي دي.
ويل کيږي چې طالبانو تر دغه تازه تاوتریخوالي وروسته له فيض اباده دې سیمې ته نور ځواکونه استولي دي.
د ارګو ولسوالۍ له برلاس سیمې بي بي سي ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري چې یو شمېر ځوانان د یوې شنې غونډۍ لمن کې پر یوه تنګ سړک منډې وهي او د څو ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
خو دا څرګنده نه ده چې ډزې څوک کوي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه کابل او بدخشان کې د طالبانو حکومت د چارواکو نظر هم واخلو، هغوی د دغه رپوټ تر خپرېدو پورې په دې اړه څه ونه ویل.
تېره اوونۍ د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې د طالب ځواکونو او ځايي خلکو ترمنځ د تاوتریخوالي له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت چې پخپله هم د بدخشان دی، د دغه ولایت خلکو ته خبرداری ورکړ چې د کوکنارو فصلونو د لمنځه وړلو پرېکړه جدي ده او ټینګار دې پرې نه کوي.
هغه ویلي وو که خلک بې ځایه مقاومت وکړي نو پاڅون به وګڼل شي او د هېواد له نورو سیمو به هلته ځواکونه واستوي چې د ګډوډۍ مخه ونیسي.
طالبانو وروسته اعلان وکړ چې د بدخشان له خلکو سره هوکړې ته رسېدلي او ستونزه حل شوې وه.
د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ويلي وو، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو هغه غړي محکمې ته معرفي کوي، چې د بدخشان په ارګو او درایم ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو کمپاین پر سر د شخړې پر مهال یې پر ځايي خلکو ډزې کړې دي.
دغه وزارت زیاته کړې وه چې ځايي اوسېدونکو هم دې ته غاړه ایښې چې د کوکنارو د کرل شویو فصلونو د لمنځه وړلو مخالفت به نه کوي.