امریکا د حماس د یوه جګپوړي مشر مروان عیسی مړینه تایید کړه

غزه

د عکس سرچینه، AFP

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، د حماس یو جګپوړی مشر مروان عیسی د اسرائیلو په برید کې وژل شوی دی.

ښاغلی عیسی د حماس د پوځ د مرستیال په توګه د دغې ډلې تر ټولو لوړ پوړی مشر دی، چې د تېر اکتوبر اوومه د جګړې له پیل راهیسې وژل کېږي.

فلسطیني ډلې، چې غزه کنټرولوي، په رسمي ډول د هغه د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روانه اونۍ سیمې ته سفر کوي. دا به په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته د هغه شپږم سفر وي.

ښاغلی بلېنکن تمه لري چې په سعودي عربستان او مصر کې، د اوربند موافقې ته د رسیدو لپاره نړیوالې هڅې تعقیب کړي او له لارې یې ټول پاتې یرغمل خوشې شي.

په قطر کې لا هم یوې موافقې ته د رسیدو لپاره خبرې روانې دي، خو اسرائیلو اعلان کړی چې تر برید مخکې به له رفح ښاره څه باندې یو میلیون کسان وباسي.

په تېره یوه میاشت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلو لومړنیو خبرو کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته ویلي و، چې د تل ابیب دا اقدام "غلط" دی.

اسرائیلي رسنیو د باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې مروان عیسی یوه اونۍ وړاندې د غزې په مرکز کې د نصرات کډوالو په کمپ کې تر ځمکې لاندې تونلونو پر یوې شبکې د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

غزه

د عکس سرچینه، MEDIA SOURCES

هغه د حماس د پوځي څانګې عزالدین قسام لوا د مرستیال په توګه، د اسرائیلو له خوا تر سخت څار لاندې و.

اروپايي ټولنې چې مروان عیسی یې د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړی، ویلي، هغه د اکتوبر د اوومې نېټې په بریدونو کې چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول، مخامخ لاس درلود.

هغه په اسرائیلو کې پنځه کاله زنداني شوی و. وروسته بیا په ۱۹۹۷ کال کې د فلسطیني ادارې له خوا ونیول شو او تر ۲۰۰۰ کاله بندي و.

اسرائیلي پوځ د اکتوبر له اوومې راهیسې د حماس یو شمېر مشران وژلي دي.

څه موده وړاندې د حماس سیاسي مشر صالح العاروري د بیروت په جنوب کې د داهیا په ګاونډ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. داسې انګیرل کېږي چې اسرائیلو هغه برید کړی و.

د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۳۱ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. په غزه کې د فلسطینیانو وژنې د نړیوالو له غندنې سره مخ شوي او د اسرائیلو ډیری متحدین یې ناراضه کړي دي.