د بلوچستان په خضدار کې چاودنه؛ د یوه خبري مرکز مشر په ګډون درې تنه پکې وژل شوي

په بلوچستان کې په یوه بمي چاودنه کې د خضدار پرېس کلب په نوم د یوه خبري مرکز مشر مولانا محمد صدیق مېنګل په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د خضدار امنیه قومانداني وايي، چاودنه د خضدار ښار په چمروک چوک کې شوې او په وینا یې، په وژل شوو کې دوه سکه وروڼه هم دي.

د خضدار امنیه قوماندان غلام مصطفی بي‌بي‌سي ته ویلي چې د برید هدف د محمد صدیق مېنګل ګاډی و چې چسپيکي یا مقناطیسي ماین ورپورې نښلول شوی و.

هغه زیاته کړې چې په چاودنه کې ژوبلېدلي کسان روغتون ته لېږدول شوي او هغه دوه وروڼه چې په دې پېښه کې سخت ژوبل شوي وو، د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

مولانا محمد صدیق مېنګل څوک و؟

دا پېښه داسې مهال کېږې، چې نن جمعه د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ هم ده.

د مولانا محمد صدیق مېنګل په اړه ویل کېږي‌ چې وتلی خبریال او د مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند ایالتي غړی و.

ځايي‌ رسنیو د پولیسو له خولې لیکلي، نوموړی د جمعې لمانځه ته روان و چې پر موټر یې چاودنه وشوه.

تر چاودنې څو شېبې مخکې د امنیتي‌ کمرو په وسیله په اخیستل شویو تصویرنو کې ښکاري چې چاودېدونکي توکي (چسپکي بم) ظاهرآ پر یوه موټر سایکل سپور کس د مولانا صدیق مېنګل په روان موټر پورې نښلوي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت کورنیو چارو وزیر میر‌ضیاءالله لانګو خضدار کې ننۍ چاودنه غندلې او له ځايي‌ چارواکو یې په دې تړاو رپوټ غوښتی دی.

هغه امنیتي‌ ادارو ته سپارښتنه کړې چې په دې چاودنه کې د ښکېلو کسانو نیول کېدو لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي ‌لانګو ویلي د رسنیو د ازادۍ پر ورځ د پرېس کلب د یوه ژورنالیست وژل، د ژورنالیزم په مرۍ د غلي کېدو په مانا دي.

نوموړي زیاته کړې چې "ترهګر به هېڅکله خپلو شومو موخو" ته ونه رسېږي او دا چې دغه ډول پېښې د حکومت او ځايي‌ ادارو روحیه نشي کمزورې کولی.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان او په ځانګړې توګه بلوچستان ایالت کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.