د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیل لخوا د فلسطیني ځمکو اشغال "غیرقانوني" اعلان کړ

اسرائیل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عدالت نړیوالې محکمې ویلي، په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو د حضور دوام غیر قانوني دی او باید ژر تر ژره پای ومومي.

د ملګرو ملتونو محکمې دا هم ویلي چې اسرائیل باید د دوی د اشغال له امله اوښتي زیانونه جبران وکړي.

فلسطیني چارواکو د عدالت نړیوالې محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ورته په ځواب کې ویلي چې دې محکمې د درواغو په اړه پرېکړه کړې.

دا د دغه ۵۷ کلن اشغال د قانوني‌والي په اړه د ملګرو ملتونو د دې محکمې لومړنی دریځ دی.

دا له هغې قضيې جلا ده چې سوېلي افريقا دې محکمې ته د اسرائیل خلاف وړاندې کړې او اسرائیل يې په کې په غزه کې د فلسطينیانو په توکم‌وژنه تورن کړي دي.

د ملګرو ملتونو عالي محکمې له نولس سوه اووه شپیتم کال راهیسې د اسرائیلو لخوا د فلسطیني ځمکو د اشغال په تړاو خپله پرېکړه کې اسرائیل ته ویلي چې باید لویدیزه غاړه او ختیز بیت المقدس کې د مېشتونې فعالیتونه ودروي او په دغو سیمو او غزه کې خپل ناقانونه حضور ژر تر ژره پای ته ورسوي.

که څه هم د عدالت د محکمې دا پرېکړه له قانوني پلوه الزامي نه ده او یوازې یو نظر دی خو سیاسي وزن یې ډېر دی.

د نیدرلینډز په هاګ کې د عدالت نړیوال محکمه د تېر کال له پیله د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غوښتنه دا موضوع پلټي.

له دې محکمې غوښتل شوي وو چې د اسرائیلو پر پالیسیو او له فلسطينیانو سره یې د چلند او دغه راز د اشغال د قانوني اړخ په اړه نظر ورکړي.

اسرائیل

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د ملګرو ملتونو د دې عالي محکمې مشر 'نواف سلام' د دې پرېکړې د اعلان پر مهال وویل: "اسرائیلي دولت ملزم دی چې په اشغال شویو فلسطيني سیمو کې خپل ناقانونه حضور هر څومره چې ژر کېږي، پای ته ورسوي".

ده وویل چې به ۲۰۰۵ کال کې له غزې د اسرائیلو وتلو هم دا اشغال ختم نه کړ ځکه لا هم پرې کنټرول ساتي.

محکمې ویلي چې اسرائیل په ناقانونه ډول د فلسطين طبيعي زېرمې هم کارولې او د دوی د خپلواکۍ حق يې هم ترې ترړولی دی.

د محکمې پرېکړه کې دا هم راغلي چې اسرائیل باید له لویدیزې غاړې او ختیځ بیت المقدس څخه مېشت شوي بېرته وباسي او غرامت هم ورکړي.

اسرائیل له ۱۹۶۷ کال راهیسې په لویدیزه غاړه او بیت المقدس کې د نږدې اوه لکه یهودانو لپاره ۱۶۰ ښارګوټي رغولي دي.

اسرائیل د ټول بیت‌المقدس، چې نیمه ختیزه برخه یې ترې د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ د جګړې پر مهال لاندې کړې، د مالکیت مدعي دی.

دوی دغه ښار خپله نه نیمېدونکې پلازمېنه ګڼي، خو د نړیوالې ټولنې ستره برخه له دغه نظر سره موافقه نه ده.

د فلسطین او اسرائیل غبرګونونه

اسرائیل

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، اوسني اسرائیلي حکومت لوېدیزه غاړه کې د اسرائیلي ښارګوټو د پراختیا ننګه کوي

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې یهودان پر خپله خاوره او ابدي پلازمېنه (بیت المقدس) او د نیکونو میراث لویدیزه غاړه کې اشغالګر نه دي.

هغه زیاته کړې چې "په هاګ کې د درواغو پرېکړه دا تاریخي واقعیت نشي بدلولی او نه هم زموږ په پلرني ټاټوبي کې د اسرائیلي مېشت‌ځایونو قانوني‌والی له پوښتنې سره مخامخېدای شي".

خو فلسطيني چارواکو د محکمې د دغې پرېکړې هرکلی کړی.

د فلسطين د بهرنیو چارو وزیر ریاض الملک د محکمې د پرېکړې د ستایلو تر څنګ یو وار بیا اسرائیل توکم‌وژونکي بللي.

هغه ویلي "دا د فلسطين او عدالت او نړیوال قانون لپاره ډېره مهمه شېبه ده. ډېره پر وخت او له اړتیا سره سمه وه. د فلسطين خلکو له لسیزو راهیسې د نه زغم اور او بې عدالتي لیدلې. د اسرائیل استعمار، زیاتي غوښتنه او توکم وژونکي سیاستونه په ټول وحشت د نړۍ د سترګو تر مخ تېرېږي. د فلسطين خلک له ویروونکې توکم وژنې او د خپل ژوند او حضور د حق له سختې دفاع سره مخ دي. دا پرېکړه د دوی د استقامت او پایښت صفايي ده".

د محکمې موندنې به اوس د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ځي او هلته به په دې اړه پرېکړه کېږي چې څرنګه ځواب ورکوي.

د ملګرو ملتونو عمومي‌ اسمبلۍ سره د پرېکړه لیک د صادرولو انتخاب هم شته.

پر دې سربېره د خبرو د دوام لپاره د یوه محرک او د راتلونکي حل د قانوني اړخونو لپاره هم یو بنسټ ګڼل کېږي.