تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ګوادر بندر پر اداري ودانیو وسله والو برید کړی
د ګوادر بندر پر اداري کمپلکس وسله والو ستر برید کړی دی.
د مکران سیمې کمېشنر تایید کړې چې پر دغه کمپلکس وسله والو له درنو وسلو سره برید کړی دی.
بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ (بي اېل اې) د برید مسؤلیت منلی دی.
د بلوچستان ایالت په ساحلي ښار ګوادر کې چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ماښام د بندر پر اداري کمپلکس تر برید وروسته خپل چاڼیز عملیات بشپړ کړي دي.
د ګوادر مرستیال کمېشنر ميجر (ر) اورنګزيب باديني بي بي سي ته ويلي، په دې عملياتو کې اووه بريدګر وژل شوي او يو امنيتي افسر هم وژل شوی دی.
خو ښايي د تلفاتو شمېره تر دې لوړه وي.
د چهار شنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا ۳:۳۰ بجې د ګوادر بندر په اداري کمپلکس له احاطې د چاودنو او ډزو غږونه واورېدل شول، چې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.
د ګوادر اداري کمپلکس کې مهم حکومتي دفترونه دي. ایس کمپلکس کې د برېښنا چارو اړوند (واپډا)، ټاکنو کمیسیون او نورو امنیتي ادارو دفترونه شته.
عیني شاهدانو ویلي، لومړی یوه لویه چاودنه وشوه، چې غږ یې د ګوادر ښار تر لېرې اورېدل شوی دی.
عيني شاهدان وايي، تر بريد وروسته د شاوخوا اته وړو چاودنو او ډزو غږونه هم اورېدل شوي، د عیني شاهدانو په وینا ډزو یو ساعت دوام وکړ.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ويډيوګانو کې هم د درنو ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې زیاتره وخت د داسې پېښو په اړه جزیات په ځنډ خپروي او رسنیو ته هم یوازې د خپلې خوښې معلومات ورکوي ځکه نو بي بي سي په خپلواکه توګه د برید بڼه او اوښتي زیانونه نشي تاییدولی.
درې ورځې وړاندې هم د شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو په یوه مرکز درنه چاودنه شوې وه او تر چاودنې وروسته د ډزو رپوټونه هم ورکول شوي وو. چې پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.