اوکرایین وايي، پر يوه روغتون د روسیې بریدونو کې نهه تنه وژل شوي

د اوکرایین چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ سومي ښار کې پر یوه روغتون د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې نهه کسان وژل شوي دي.

دوی وايي، پر ودانۍ د شنبې سهار هغه مهال دویم بريد وشو، چې ژغورونکي له لومړي بريد وروسته د خلکو د ایستلو په حال کې وو.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپیان شوي او د روغتون څو پوړونه ویجاړ شوي دي.

د اوکرایین د بېړنیو حالاتو اداره وايي، ۱۲۲ کسان له روغتونه ایستل شوي دي.

سومي، د روسیې له پولې شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن لري چې په وروستیو اونیو کې نژدې هره ورځ پرې روسيه بريدونه کوي.

د اوکرايين چارواکي وايي په سومي کې د سېنټ پنټيلېمون پر روغتون د شهيد کميکاز ډرون بريد شوی او زیاتوي چې هغه مهال لسګونه ناروغان او د روغتون کارکوونکي دننه موجود وو.

یو نرس او یو پولیس چې د خلکو د ايستلو په برخه کې یې مرسته کوله هم په بریدونو کې وژل شوي دي.

د بېړنيو حالاتو اداره وايي د دغې څلور پوړيزې ودانۍ دری پوړونه او همدارنګه د چت يوه برخه ويجاړ شوې ده.

ويل کېږي په سیمه کې د استوګنې څو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د روسیې د دغو بریدونو په غبرګون کې، د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي له نړۍ غوښتي چې "هغه څه ته پام وکړي چې روسیه يې په نښه کوي."

نوموړي په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي یوه بیان کې ويلي، "دوی په روغتونونو، ملکي څيزونو او د خلکو پر ژوند جګړه پیل کړې."

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ د پوځي عملیاتو په اړه په وروستيو معلومات کې ويلي چې ځواکونو يې د سومي په سیمه کې د اوکرايين پر څو لواګانو بريدونه کړي دي خو پر روغتون د بريد په اړه يې څه نه دي ويلي.

سومي د روسیې د کرسک سره پوله لري. اوکرايين په اګست مياشت کې پر کرسک ناڅاپي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې يو ښارګوټی او څو کلي ونيول.

په ښکاره د دې بريد موخه د اوکرایین په ختیځ کې د روسیې د پرمختګ مخنیوی و.

خو روسي پوځیانو له هغه راهیسې د اوکرایبن په دونیڅک سیمه کې د څو کلیو د نیولو ادعا کړې او اوس د ووهلدر مهم ښارګوټی له ګواښ سره مخامخ دی.