د جمهوریپالو غوسې له بایډن سره د زېلېنسکي د "بریا پلان" غونډه تر سیورې لاندې راوستې

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن او مرستیالې ولسمشرې کملا هرېس سره لیدلي چې د روسیې خلاف جګړه کې د "بریا پلان" ورسره شریک کړي.

نوموړی هیله‌من دی چې دا پلان به یې پر روسیې فشار راوړي چې له دېپلوماتیکې لارې د جګړې پای ته رسولو ته غاړه کېږدي.

د دغه پلان جزییات پټ ساتل شوي، خو تمه دا ده چې اوکرایینی ولسمشر به له خپل امریکايي سیال او مرستیالې ولسمشرې د مالي او پوځي ملاتړ دوام او همدا راز امنیتي تضمین وغواړي.

جو بایدن له زېلېنسکي سره تر کتنې څو ساعته مخکې اوکرایین سره د ۷ اعشاریه ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان کړه.

دا اوکرایین سره د امریکا د هغې ۶۱ میلیارد ډالرو مرستې د ټولګې برخه ده، چې کانګرس په اپرېل کې تصویب کړې وه.

زېلېنسکي تر دې مخکې له جګپوړو دیموکراتانو سره پنسیلوانیا کې د جو بایډن پلرني ښار سکرنټون کې د وسلو جوړولو د یوې کارخونې لیدو ته تللی و.

خو دې لیدنې جمهوریپال ګوند او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د دغه ګوند نوماند ډونلډ‌ ټرمپ غوسه کړي دي.

جمهوریپالو مشرانو د ټاکنو په درشل دغه مهم او د رایو اړخه اوښتونکي ایالت کې د وسلو کارخونې ته د زېلېنسکي تګ د دیموکراتانو کمپایني چاره بللې.‌

د امریکا د استازو جرګې رئیس مایک جانسن ویلي، دا لیدنه د "دیموکراتانو مرستې لپاره ډیزاین" شوې وه او دا چې ګوندې "ټاکنیزه مداخله" ګڼل کېدای شي.

هغه ان دا غوښتنه هم کړې چې اوکرایین دې په واشنګټن کې خپل سفیر چې د دې لیدنې پلانولو کې یې مرسته کړې، ګوښه کړي.

هممهاله د امریکا پر استازو جرګې واکمنو جمهوریپالو په دې تړاو د څېړنو اعلان کړی چې ایا امریکا ته د زېلېنسکي دا سفر په راتلونکو ټاکنو کې د دېموکراتې نوماندې کمالا هرېس له کمپاین سره د مرستې لپاره پلان شوی که څنګه.‌

پخپله ډونلډ‌ ټرمپ بیا‌ په یوه کمپاینې غونډه کې زېلېنسکي "د نړۍ پر مخ تر ټولو لوی بازارموندونکی" بللی او هغه یې تورن کړی چې له روسیې یې له جوړجاړي او هوکړې انکار کړی.

ښاغلي ټرمپ‌ څو ورځې مخکې د روسیې پوځي‌ وړتیاوې هم ستایلې او ویلي وو:

"هغوی هټلر مات کړ. ناپلیون ته یې ماته ورکړه – همدا یې کار دی، جګړه کوي."

دا هر څه داسې مهال دي، چې ټاکلې ښاغلی زېلېنسکي نن (جمعه) له ډونلډ ټرمپ سره هم وګوري.

مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي‌ وو چې دا لیدنه لغوه شوې ده.