تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټراليا يوه په زړه پورې لوبه کې انګلنډ ته ماته ورکړه
اسټراليا په يوه زړه پورې سيالۍ کې انګلنډ ته په ۵ وېکټو ماته ورکړه. د چمپینز ټرافۍ یا اتلانو جام سیالیو دا لوبه چې د پاکستان په لاهور کې کېده، انګلنډ لومړی توپوهنه وکړه او اسټراليا ته يې د اتو وېکټو په بايللو د ۳۵۲ منډو هدف وټاکه.
اسټراليا وکړی شوی، دا هدف د ۵ لوبغاړو په بایللو، په ۴۸ اوور کې پوره کړي، داسې حال کې چې ۱۵ باله لا پاتې وو.
د اسټراليا جاش انګلېس په شپږيزه لوبه بشپړه کړه، او د خپلې لوبډلې تر ټولو ډېرې ۱۲۰ منډې وکړې. دی د دغې سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د انګلنډ بین ډکټ د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې ۱۶۵ منډې وکړې. نوموړي له ۱۴۳ توپونو د درې شپږیزو او ۱۷ څلوریزو پر مټ دغه لوی شمېر منډې وکړې. د ډکټ دا منډې د چمپینز ټرافي په تاریخ کې هم تر ټولو ډېرې فردي منډې بلل کېږي.
د نوموړي دغه منډې نه یوازې تر ټولو ډېرې فردي منډې دي، بلکې د نوموړي منډو پر مټ د انګلنډ ټولټال منډې هم د چمپینز ټرافي د تاریخ تر ټولو ډېرې ټولټال منډې ثابتې شوې.
له دې مخکې انګلنډ په ۲۰۰۴ کال کې ۳۴۷ منډې او پاکستان د ۲۰۱۷ په چمپینز ټرافي سیالیو کې ۳۳۸ ټولټال منډې کړې وې.
له دې مخکې په چمپینز ټرافۍ سیالیو کې تر ټولو ډېرې فردي منډې د نیوزیلنډ ناتن اسټل د ۲۰۰۴ کال سیالیو کې کړې وي.
د انګلنډ جوروټ بیا ۶۸ منډې وکړې. د اسټرالیا بین دوارشویس درې، ادم زامپا او مارنیوس لابیوشانې دوې، دوې او ګلین ماکسویل یوه وېکټه ترلاسه کړه.
دا د نارينه وو ای سي سي يو ورځنيو نړيوالو اتلوليو کې د منډو تر ټولو لوی هدف پوره کول بلل کېږي، او اسټراليا ورسره اوس نيمه پايلوبې ته د رسېدو پر لار ده.
د بي ګروپ بله لوبه جنوبي افريقا پرون له افغانستانه د ۱۰۷ منډو په توپير وګټله.
سویلي افریقا د پچې تر ګټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو پنځوسو اوورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په زیان ۳۱۵ منډې وکړې.
د سوېلي افریقا په توپ وهونکو کې رایان ریکلټن ۱۰۳، لوبډلمشر ټیمبا باووما، راسي وان ډېر دوسن او اېډن مارکرم پنځوسیزې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې محمد نبي دوه، عظمت الله عمرزي، نور احمد او فضل الحق فاروقي یوه یوه وېکټ واخیسته.