د هند سوداګریز لیګ: د مجیب الرحمان او غضنفر ورته والی په څه کې دی؟

د هند سوداګریز لیګ کې د ممبۍ انډينز لوبډلې د ورو افغان توپ اچووونکي الله محمد غضنفر پر ځای له مجیب الرحمان سره راتلونکي ای‌پي‌اېل سیالیو کې د لوبېدو تړون کړی دی.

دغې لوبډلې نن د خپلو ټولنیزو پاڼو له لارې اعلان وکړ چې دوی له مجیب الرحمان سره هوکړې ته رسېدلي دي او دی به دغه پړاو سیالیو کې د غضنفر ځای ناستی وي.

ممبۍ انډينز، الله محمد غضنفر ته د بشپړې روغتیا له هیلې سره مجیب الرحمان ته تود هرکلی ویلی دی.

ټاکل شوې دا لیګ د راتلونکي مارچ میاشتې په وروستیو کې پیل شي.

الله محمد غضنفر چې د ای‌پي‌اېل تر څنګ د افغانستان د تاریخي چمپينز ټرافۍ لوبو د لوبغاړو په نوملړ کې هم و، اوس ډاکټرانو ورته لږ تر لږه د څلورو میاشتو ارام سپارښتنه کړې.

د رپوټونو پر بنسټ الله محمد غضنفر ملا کې درد لري او له همدې کبله د لوبو جوګه نه دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ تېره اونۍ اعلان وکړ چې نوموړی د زېمبابوې پر وړاندې د سياليو پر مهال د ټپي کېدو له کبله له درمنلې سربېره لا هم په بشپړه توګه نه دی رغېدلی او له همدې کبله به د اتلانو جام سیالیو کې نه وي.

په دغو سیالیو کې بیا افغان لوبډلې د غضنفر پر ځای ننګیال خروټۍ چې وار له مخه د احتیاطي لوبغاړو برخه و اصلي نوملړ ته غوره کړی دی.

له دغه اعلان وروسته ممبۍ لوبډلې هم د هغه پر بدیل فکر کاوه.

غضنفر په څومره پیسو غوره شوی و؟

الله محمد غضنفر له اووه نورو افغان لوبغاړو سره د بولۍ له لارې د هند راتلونکي سوداګریز لیګ سیالیو ته غوره شوی و، هغه ته په پیل کې لږې پیسې وړاندیز شوې وې خو وروسته د لوبډلو تر منځ د بیو پر سره له اوږدې سیالۍ وروسته ممبۍ لوبډلې په ۴۸ میلیونه هندي روپيو چې شاوخوا ۵۷۰ زره امریکايي ډالره کېږي غضنفر خپله کې ځای کړ.

که دی لوبې ونه کړي نو دغه پیسې نه ورکول کېږي.

ولې مجیب د غضنفر پرځای؟

۱۸ کلن الله محمد غضنفر چې نوی لوبغاړی دی لکه مجیب الرحمان ورو بال کوي، دی هم د لوبې په لومړیو اورونو کې په نوي توپ بال کوي چې ډېر کله په سیالې لوبډلې د فشار لامل کېږي.

الله محمد غضنفر په ونه دنګ دی، بال لپاره غښتلې مټې لري او لکه مجیب له ۱۹ کلنې لوبډلې نېغ ملي لوبډلې او بیا یې مشهورو سوداګریزو لیګونو ته لار موندلي.

د افغانستان ملي لوبډله کې هم دوی د یوه بل رول لوبوي او " لوبډلې ته د دوی له منځه هغه غوره کېږي چې لوبو ته ښه جوړ او پرلپسې وړتیا ښيې."

غضنفر هم لکه مجیب الرحمان دا مهال څو ډوله ورو بال کولی شي. د بېلګې په ډول مېس سپین، فېنګر سپېن، سلایډر، ګوګلي، دوسرا، کارم بال، اف برېک، بېک سپېن، ارمر او په نورو بڼه توپ اچوي چې په یوه وخت د دې ټولو بڼو پېژندل مقابل لوري ته سخت وي.

ای‌پي‌اېل کې د مجیب الرحمان لوبې

مجیب الرحمان د ای‌پي‌اېل تاریخ کې یو له تر ټولو کم عمره لوبغاړو و چې په ۱۷ کلنۍ کې یې په لومړي ځل د هند د سینما مشهورې لوبغاړې پریټي زېنټا د پنجاب کېنګز لوبډلې لخوا غوره شو، وروسته دی له نورو لوبډلو سره هم لوبېدلی دی خو سږ کال د بولۍ له لارې هیچا وانخیست.

ښی لاسی ورو توپ اچووونکی مجیب الرحمان په لومړي ځل د ممبۍ انډينز لوبډلې چې پنځه ځلې یې د هند د سوداګریز لیګ اتلولي ګټلې برخه شو.

مجیب الرحمان د هند غوره سوداګریز لیګ کې ۱۹ وېکټې اخېستي دي او په وروستي ځل په ۲۰۲۱م کال کې هلته لوبېدلی و.

د ممبۍ لوبډلې د مجیب الرحمان د غوره کولو له اعلان سره د هغه د ګډون بیه نه ده اعلان کړې خو د کرېک ټرېکر په نوم د کرېکټ یوې څارونکې پاڼې د هغه نرخ ۲۰ میلیونه هندۍ روپۍ ( څه باندې ۲۳۰ زره امریکايي ډالره) ښودلی دی.

مجیب الرحمان چې اوس ۲۳ کلن دی په ۲۵۶ لوبو کې ۲۷۵ وېکټې اخېستې دي.

تېر کال ای‌پي‌اېل کې د یوه بل ځای ناستي

د افغانستان د کرېکټ لوبډلې ورو توپ اچووونکی الله محمد غضنفر د ۲۰۲۴ کال ای‌پي‌اېل سیالو لپاره د کلکتې له نایټ‌رایډرز لوبډلې سره یو ځای شوی و خو هغه مهال یې کومه لوبه ونه کړه.

دی د مجیب الرحمان له ټپي کېدو وروسته یادې لوبډلې له ځان سره ملګری کړ، خو هغه مهال یې د لوبو کومه موکه ونه مونده، سږ کال بیا ده ته هیلې ډېرې وې.

د ۲۰۲۵م کال ای‌پي‌اېل کې به بیا مجیب الرحمان د ده ځای ناستی وي، د غضنفر لپاره ښايي ښه خبر نه وي، ځکه دغه ځوان لوبغاړی په دا ډول لیګونو کې نه یوازې پیسې او نوم ګټي د کرېکټ په نړۍ کې خپله تجربه هم پخوي چې په نړیوالو سیالیو کې ورسره مرسته کولی شي.