تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
الله محمد غضنفر: د افغانستان د کرېکټ کم عمره نوې ځلېدونکي لوبغاړي لوبیز ژوند
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، نیوز
د افغانستان الله محمد غضنفر په ۱۹ کلنو، الف او ملي لوبډله کې له پرلپسې ځلېدو وروسته نن ( د نومبر په ۲۵) د د هند کرېکټ په مشهور سوداګریز لیګ (ای پي اېل) کې د لوبېدنکو څو لوبډلو پام خپل کړی و.
نوموړی د دغه سوداګریز لیګ پر دویمه ورځ ممبۍ انډينز لوبډلې د (۴۸ میلیونه هندي روپیو) چې شاوخوا (پنځه سوه اویا زره امریکايي) ډالره کېږي خپل کړ.
د هغه د خپلولو لپاره لږ تر لږه درېیو لوبډلو ممبۍ انډينز، کلکتې او بنګلور هڅه کوله، خو په اخره کې ممبۍ هغې په دومره پیسو غوره کړ.
نوموړی په لومړیو کې ۷۵ لکه هندي روپیو بولۍ ته غوره شوی و خو د خپلولو لپاره یې د لوبډلو تر منځ سیالۍ نرخ ډېر لوړ کړ.
تېر کال په دغې لوبډله کې د افغانستان تجربه کار لوبغاړی محمد نبي هم لوبېده.
له دې مخکې همدا روانه میاشت ۱۸ کلن الله محمد غضنفر د بنګله دېش خلاف وروستۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې د نړۍ کمسارې داسې ښه توپ اچوونه وکړه چې تر مودو به یادېږي او وار له مخه یې د کرېکټ د مینه والو، نړیوالو او سوداګریزو لیګونو پام ورخپل کړی.
ښاغلي غضنفر د روانې نومبر میاشتې پر شپږمه د بنګله دېش خلاف لومړۍ لوبه کې د ۲۶ منډو بدل کې د شپږو مخالفو لوبغاړو په اوټولو د پاکستان له وقار یونس او افغان راشد خان وروسته د دریم داسې لوبغاړي ریکارډ خپل کړ چې په کم عمر کې یې په یوه نړیواله یو ورخنۍ لوبه کې شپږ لوبغاړي اوټ کړي دي.
وقار یونس په ۱۸ کلنۍ کې دا کارنامه نږدې درې نیمې لسیزې وړاندې د شري لنکا خلاف لوبه کې کړې وه او راشد خان بیا په ۲۰۱۷م کال د ایرلنډ شپږ لوبغاړي سوځولي وو خو اوس بل افغان یې پر پله پل کېښود او په داسې ریکارډ کې دریم شو.
دی د افغانستان په کچه هم په یوه پاڼۍ کې د ډېرو مخالفو لوبغاړو په اوټولو دویم مقام کې دی، له ده د افغانستان او نړۍ مشهور لوبغاړی راشد خان د وېسټ انډيز خلاف یوه لوبه کې د ۱۸ منډو بدل کې د ۷ لوبغاړو له اوټولو سره مخکې دی. پدغه نوملړ کې دریم مقام هم د راشد خان دی په څلورم ځای کې بیا ګلبدین نایب دی.
الله محمد غضنفر ښي لاسی ارم یا د مټ اف برېکر بالر دی. له دې غوره پیل ورسته بي بي سي ورسره د ده د لوبیز ژوند په اړه ځانګړې مرکه کړې. دی وايي چې په کورني کرېکټ (شپږیزه لیګ) او ۱۹ کلنو نړیوال جام کې له خپلې لوبې خوښ او باوري و چې یوه ورځ به د افغانستان له ملي لوبډلې سره یوځای کېږي.
الله محمد غضنفر؛ له افغان کورني کرېکټه یو بل بې جوړې ورو بالر
د افغانستان د کورني کرېکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزی وايي په لومړي ځل یې الله محمد غضنفر د ۲۰۲۲ کال شپږیزه لیګ کې داسې ولېده چې په نوې بال توپ اچوونه یې د پام وړ وه او نورو لوبغاړو په سختۍ لوباوه.
ښاغلي عبدالرحیمزي بي بي سي ته وویل، " غضنفر د شپږیزه لیګ هغه پړاو کې ډېر ښه ولوبېده او ځانګړنه یې دا ده چې په ګوتو څو ډوله بال (دوسرا، اف برېک او نور) کولی شي."
هغه ګرېډ ون یا د کورني کرېکټ لومړۍ درجه لوبې هم کړي او د ۲۰۲۴م کال شپږیزه کرېکټ لیګ کې د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو په سر کې و.
د الله محمد غضنفر لوبډله بند امیر ښاماران د سږنۍ شپږیزې لیګ پایلوبې ته وتلې وه خو پایلوبه یې امو نهنګنانو ته وبایلله. دی د دغې شپږیزې تر ټولو غوره توپ اچوونکی اعلان شو او د دې ویاړ جایزه یې واخېسته، نوموړي په پایلوبه کې یوه وېکټه واخېسته خو په ټولو نهو سیالیو کې د ۱۸ وېکټو په اخیستو تر نورو ټولو مخکې و.
دی د افغانستان په استازولۍ د ۲۰۲۴م کال له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو په نړیوال جام کې هم لوبېدلی او ځلیدلی. دې ټولو ته په کتو بیا د وړتیا او اړتیا له مخې ملي لوبډلې ته غوره شو.
الله محمد غضنفر څنګه تر ملي لوبډلې ورسېد؟
په ونه دنګ دا نوی ستوری هم لکه د بل ورو او مشهور افغان بالر مجیب الرحمان په څېر له ۱۹ کلنې لوبډلې نېغ په نېغه ملي لوبډلې ته غوره شو. دی جنورۍ کې د ۱۹ کلنو له نړیوال جام وروسته په لومړي ځل د روان کال مارچ پر اوومه د ایرلنډ خلاف نړیوالې یو ورځنۍ لوبه کې ولوبېد. هغه لوبه افغانستان وګټله خو خپله غضنفر پکې په شپږو اورونو کې د کوم لوبغاړي په اوټولو بریالی نشو.
ورپسې د سویلي افریقا خلاف لوبلړۍ ته هم غوره شو. په لومړۍ لوبه کې یې د سویلي افریقا درې لوبغاړي اوټ کړل او افغانستان په لومړي ځل سویلي افریقا ماته کړه. بیا یې په دریمه لوبلړۍ کې د بنګله دېش خلاف ښې توپ اچوونې لا ډېر خلک هک حیران کړل.
دی داسې مهال ملي لوبډله کې لوبېږي چې ځای ناستی یې د ټپونو له کبله لوبې نشي کولی. نوموړی لکه مجیب الرحمان په نوي توپ ورو توپ اچوونه کوي او د لوبې په پیل کې بال ته راځي، هغه ځانګړنه چې کم لوبغاړي ېې لري.
" زه په لومړیو کې چټک بالر وم"
بي بي سي سره په خبرو کې الله محمد غضنفر وايي چې په پيل کې یې "چټکه یا تېزه توپ اچوونه کوله" خو وروسته یې د توپ اچونې سټایل او بڼه بدله کړه.
نوموړی وايي د کورونا د خپرېدو په وخت ۲۰۱۹ کال کې یې د کورونایي محدودیتونو له کبله په سختۍ د کرېکټ یوه اکاډیمي کې ځان شامل کړ.
دغه نوی را ټوکېدلی افغان ستوری وايي د روزونکو په مشوره یې ورو بال ته مخه کړه. په لوبغاړو کې یې د هند راویچندرن اشوېن، د افغانستان راشد خان او مجیب الرحمان د خوښې لوبغاړي دي خو ټينګار کوي چې د توپ اچوونې بڼه یې خپله ده او له چا یې څه ندي کاپي کړي.
د الله محمد غضنفر په اړه د هغه د لومړني روزونکي نظر
کابل کې د کرېکټ روزونکي روزي خان زرمتي بي بي سي ته ویلي " الله محمد غنضنفر په لومړیو کې د چټکې توپ اچوونې لپاره راغلی و، خو د هغه وجود او وړتیاوو ته په کتو ما هغه ته د ورو بال مشوره ورکړه."
د روزي خان په ټکو، الله محمد غضنفر په ونه دنګ و، قوي لاسونه لري او سټایل ته په کتو یې ورسره په ورو توپ اچوونې کار وکړ.
غضنفر دا مهال څو ډوله ورو بال کولی شي. د بېلګې په ډول مېس سپین، فېنګر سپېن، سلایډر، ګوګلي، دوسرا، کارم بال، اف برېک، بېک سپېن، ارمر او په نورو بڼه توپ اچوي چې په یوه وخت د دې ټولو بڼو پېژندل مقابل لوري ته سخت وي.
د نوموړي د توپ اچوونې انداز وار له مخه د نړیوالو پام هم جلب کړی. د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې دا سوکه توپ اچوونکی د ۲۰۲۴ کال ایپياېل سیالو لپاره له کلکتې نایټرایډرز لوبډلې سره یو ځای شوی و خو هغه مهال یې کومه لوبه ونکړه.
دی د مجیب الرحمان د ټپي کېدو وروسته یادې لوبډلې له ځان سره کړ، خو هندي رسنۍ وايي دا ځل ورته د تېر پرتله د ډېرو پام اوښتی دی.
الله محمد غضنفر د چا ملاتړ لري؟
الله محمد غضنفر وايي چې د کورنۍ لخوا یې ملاتړ کېږي او مشر ورور یې د هڅونې تر څنګ په کرېکټ کې هر ډول ملاتړ کوي او کاډمۍ کې یې هم هغه شامل کړی دی.
په ملي لوبډله کې هم د ډېرو لوبغاړو له هڅونې خوښ دی، خو وايي محمد نبي د مشر لوبغاړي، لوبډلمشر حمشت الله شهیدي د لوبډلمشر په توګه او نورو لوبغاړو هم د خپلو تجربو پر بنسټ تل ښې مشورې ورکړي او پرې ډاډمن دی.
ویل کېږي الله محمد غضنفر د ښه بال تر څنګ ښه ډګر ساتونکی، ځیرک لوبغاړی او ښه اوریدونکی دی چې "دا ځانګړتیاوې به یې لا وځلوي."
"که کرېکټر نه وای، د سوک وهنې ازادې سیالۍ به مې کولې"
الله محمد غضنفر له لومړي سره د لوبغاړي جوړېدو فکر درلود. هغه دوه انتخابه لرل- وايي د فري فایټ (ازادې سیالۍ) مې خوښېږي او "که د کرېکټ لوبغاړی نه وای نو فري فایټر به وم."
د غېږ نېونې اوسوک وهلو دا ازادې سیالۍ اوس د طالبانو حکومت په افغانستان کې بندې کړې دي.
د طالبانو حکومت د اولمپیک ادارې بيبيسي ته ویلي، فري فایټ خورا له تاوتریخوالي ډکه لوبه ده، چې له کبله یې د مرګ احتمالي خطر رامنځته کېږي.
یوازینۍ لوبغاړی چې په یوه وخت کې په ملي، الف او له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو کې لوبېږي
الله محمد غضنفر د افغانستان د لوبغاړو تر منځ یوازینی لوبغاړی دی چې د بنګله دېش خلاف د دریو یو ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته د ۱۹ کلنو لوبډلې برخه هم دی.
په داسې حال کې چې د هغه د ملي لوبډلې ملګرو له بنګله دېشه ګټلی جام کابل ته یووړ، دی په متحده عربي اماراتو کې له ۱۹ کلنې لوبډلې سره د راتلونکو سیالیو لپاره یو ځای شوی دی.
د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو سره درې اړخیزې او د روانې نومبر میاشت په وروستیو کې د اسیا جام لوبې لري چې الله محمد غضنفر هم پکې د ۱۵ کسیز نوملړ برخه دی.
له دې مخکې دی د اکتوبر میاشت کې د هغې اتلې الف افغان لوبغاړې برخه و چې د ایمرجېنګ اسیا جام اتلولي یې وګټله.
غضنفر راتلونکي ته په کوم نظر ګوري؟
الله محمد غضنفر چې وار له مخه یې په کم وخت کې ډېر مزل کړی، د خپل کرېکټ راتلونکی لا روښانه او ښه ویني.
نوموړي بي بي سي ته وویل " موخه مو دا ده چې د افغانستان لپاره ښه ویاړ وګټو او د نړۍ ښه بالر شم."
دی وايي 'کرېکټ ته له پياوړي ارادې سره' راغلی، او د کامیابي راز یې 'محنت او خواري' کول او پر ځان باور درلودل دي.
ځوانانو ته یې هم پیغام دا دی چې هڅې به یې بې ځایه نه ځي، او د اړتیا سره سم دې پر ځان سمه خواري وکړي.
نوموړي تر اوسه د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره اته یو ورځنۍ لوبې کړې او ۱۲ وېکټې یې اخېستې دي چې تر ټولو غوره توپ اچوونه یې د بنګله دېش خلاف وروستۍ لوبلړۍ کې وه.
د الله محمد غضنفر تر څنګ افغان کرېکټ بورډ په وروستیو لوبلړیو کې په یو شمېر نورو ځوانانو لکه ننګیال خروټي، صدیق الله اتل او چټک بالر نوید ځدراڼ هم باور کړی او لوبولي یې دي.
د افغانستان ملي لوبډله دا مهال له خپلو همزولو لوبډلو ډېره مخکې او د نړیوالو په خولو ده خو وکتل شي چې د افغانستان کرېکټ د نويو ځوانانو په جذبه او محنت تر کومو پوړیو رسېږي.
دا مهال د باتجربه او نویو افغان زلمیانو ګډې لوبډلې ټولې سترګې راتلونکي چمپینز ټرافي (اتلانو جام) ته دي خو له هغې مخکې یې د ایرلنډ، سویلي افریقا او تازه له بنګله دېش لوبډلې مهم جامونه کابل ته یوړل.