تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کلکتې لوبډلې د مجیبالرحمن پر ځای چې ټپي دی الله محمد غضنفر اخیستی
د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنو لوبډلې پیاوړی سوکه توپ اچوونکی اللهمحمد غضنفر د ۲۰۲۴ کال ایپياېل سیالو لپاره له کلکتې نایټرایډرز لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
کلکتې هغه د بل مشهور افغان لوبغاړي مجیبالرحمن پر ځای اخیستی، چې ویل کیږې د ښي لاس غټې ګوتې د جراحی عملیات له کبله سږکال په ایپياېل کې نشي لوبېدلی.
الله محمد غضفر ۱۶ کلن دی او همدا روانه میاشت یې په متحدو عربي اماراتو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د ایرلنډ خلاف لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه وکړه.
هغه د ۱۹ کلنو تېر نړیوال جام کې د ۱۶ اعشاریه ۷۵ منډو په اوسط ۸ لوبغاړی سوځولي وو.
هممهاله راجستان رویالز هم د روان کال ایپياېل سیالیو لپاره د سویلي افریقا کیڼ لاسي سوکه توپ اچوونکی 'کېشاف مهاراج' د چټک توپ اچوونکي پراسید کرېشنا پر ځای، چې ټپي دی، اخیستی دی.
غضنفر د ۲ میلیونه هندي روپیو په بدل کې له کلکتې سره یو ځای شوی دی.