تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو کمیسار: د تورخم پرانیستلو لپاره خبرې تر اوسه بې پایلې دي
د ننګرهار په ختیځ تورخم بندري ښارګوټي کې د طالبانو حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت بيبيسي پښتو پاڼې ته ویلي، نن یې د تورخم دروازې پرانیستلو لپاره له پاکستاني اړخ سره خبرې کړې خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
نوموړی وايي "ما پاکستاني چارواکو ته وویل، د پاسپورټ او ویزې خبر د اویا کلونو موضوع ده او دا په یوه ساعت کې نه حل کېږي. خبره دې د کابل او اسلام اباد ترمنځ حل شي، موږ خو دلته کمیساران یو او خپلو دندو ته ناست یو. دوی وویل چې موږ به له خپلو مشرانو سره خبر وکړو، خو تر اوسه کومې نتیجې ته نه یو سره رسېدلي."
د ملا عبدالجبار حکمت په وینا پاکستاني لوري ته یې ویلي، "موږ له مشرانو دا اجازه لرو چې دروازه په زړه طریقه پرانیزو او تاسو مو له مشرانو سره خبرې وکړئ."
ښاغلی حکمت وايي پاکستاني لوري ته یې دا یادونه هم کړې، چې سوداګرو ته د زیانونو اوښتلو ملامتي به هم د هغوی پر غاړه وي.
"دوی موږ ته ویلي و، چې د نن ورځې تر پایه له خپلو مشورو وروسته د دروازې د خلاصون یا نه خلاصون په اړه خبر راکوي، خو تر اوسه (د دوشنبې ماښام) یې هېڅ ځواب نه دی راکړي."
د یادونې ده چې تورخم دروازه له تېرو دریو ورځو راهیسې تړلې او دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي موټر او لویې لارۍ ایسارې پاتې دي.
دا لار ظاهرآ د بار وړونکو موټرونو چلوونکو او ترانسپورترانو ته پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو جبري کېدو له کبله تړل شوې.
د بلال په نوم یو افغان موټر چلوونکی وايي، پر مېوو بار لارۍ یې له څو ورځو راهیسې بندې ولاړې دي، "له مالونو اوبه روانې دي، ټول خراب شول، د دې مال والا څلور لارۍ دي، درې یې دلته ایسارې دي او یوه یې د شهرنو له لارې تللې چې هغه هم هلته ایساره پاته ده. مال یې ټول تباه او برباد شو. مخکې یې همداسې په انګورو کې ویزې غوښتې او دروازه یې بنده کړې وه. په هغه کې د انګورو او رومیانو والا تاوانونه وکړل. اوس بیا د سبزیو په لېږد کې تاوانونه رامنځ ته شوي دي. "
بلال وايي دوی چې د ویزو لپاره غوښتنلیکونه هم ورکړي، ټول رد شوي دي.
" ویزې نشته، کله چې د ویزو غوښتنه کوو، پنځه میاشتې وروسته راته وايي چې د ویزې غوښتنه مو رد شوه. موږ ویزې له کومه کړو. له تورخمه نژدې تر پېښوره په مېوو بار لارۍ ولاړې دي."
د ویزو او پاسپورټ ستونزه
طالب چارواکو ویلي، لومړی پاکستاني ځواکونو له کوم اعلان پرته د ویزو د نشتوالي له امله د لویو ګاډو پر مخ لار وتړله، بیا دوی هم له ها غاړې د هغو پاکستاني موټر چلوونکو او موټرو درولو پرېکړه وکړه چې اسناد یې نه لرل.
بي بي سي ته په رالېږلو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې د بېلابېلو توکو بار سلګونه لوی ګاډي له تورخمه تر ډېره لېرې ولاړ دي.
د ننګرهار خوا ته هم د موټرو کاروانونه ولاړ دي.
موټر چلوونکي وايي "که دا انتظار لا اوږد شو نو د ملیونونو روپو مال ختمېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ډیر ناروغان بې ویزې او پاسپورټه پرېښودل کېدل، خو پاکستاني لوري یې وړمه ورځ په اړه سملاسي تګلاره بدله کړې.
له دې مخکې د ترانزېت په ګډون د هر ډول سوداګریزو توکو موټر چلوونکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه وه.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ په سر رامنځته شوې لانجه نوې نه ده، بلکې د رپوټونو پر بنسټ په دې وروستیو کې نږدې هره میاشت وخت نا وخت ناندریزه شوې او له امله یې تګ راتګ ټکنی شوی دی. ښار