تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"سمندرونو تل کې د اوبو بهیر له ګډوډۍ سره مخامخ دی"
یو نوی راپور ښيي چې سوېلي قطب کې د کنګلونو (یخونو) چټکو اوبه کېدو د سمندرونو په تل کې د اوبو بهیر ورو کړی او دا بدې اقلیمي اغېزې رامنځ ته کولی شي.
اسټرالیا کې د څېړونکو یوه ډله وايي، چې د سمندرونو د اوبو خوځښت به تر ۲۰۵۰ کال پورې ۴۰ سلنه ورو شي.
د سمندرونو یاد خوځښت په ټوله نړۍ کې د تودوخې، اکسیجن، کاربن او خوراکي توکو د لېږد مسولیت لري.
پخوانیو څېړنو کې وړاندوېینه شوې وه، چې د شمالي اتلانتیک د سمندر په تل کې د اوبو د خوځښت ورو کېدل به اروپا کې یخني زیاته کړي.
یادې څېړنې دا خبرداری هم ورکړی و، چې د دې سېندونو ورو کېدل له فضا څخه د کاربن ډای اوکسایډ جذبولو وړتیا هم کم وي.
څېړنو دا هم تشریح کړې وه، چې د ځمکې د سمندرونو پورتنی بهیر څنګه د سوېل سړې او مالګېنې اوبو مخې ته خنډ کېږي.
کله چې قطب کې کنګلونه اوبه کېږي او د تازه اوبو جوپې رامنځ ته کېږي له دې سره په اوبو کې د مالګې کچه او خپله د اوبو کثافت کمېږي او دا د سمندر په لاندنۍ برخه کې د اوبو حرکت ورو کوي.
ساينس پوهان وايي، چې په شمالي او سوېلي نيمه کُره کې د سمندرونو د اوبو یاد حرکت له زرګونو کلونو راهيسې نسبتاً ثابت و، خو اوس د اقليمي بدلون له امله له ګډوډۍ سره مخامخ دی.
د یادې څېړنې مشر پروفیسور میتیو انګلینډ وايي: "زموږ مډلونه یا سمپلونه ښيي چې د کاربن اوسنی تصاعد یا صعود که په همدې کچه روان وي راتلونکو ۳۰ کلونو کې به د اوبو بهیر ۴۰ سلنه ورو شي او خورې ورې به شي."
د ۲۰۱۸ کال څېړنو موندلې وه، چې په اتلانتیک کې د سمندرونو د اوبو د خوځښت سیسټم د تېرو زرو کلونو په پرتله کمزوری شوی دی او په تېرو ۱۵۰ کلونو کې یې د پام وړ بدلونو کړي دي.
یاد څېړنیز راپور دا هم په ډاګه کړي و، چې د اوبو د خوځښت ورو کېدل د کاربن ډای اوکسایډ د جذبولو اړوند د سمندرونو وړتیا اغېزمنه وي.
ساینس پوهان وايي، د سمندرونو د پورتنۍ برخې اوبو تر اړینې کچې کاربن ډای اوکساید جذب کړی او ظرفیت یې پوره شوی دی.
تر همدې اوبو لاندې پاکې اوبه چې لا هم د کاربن ډای اوکساید د جذب ظرفیت لري د سمندر پورتنۍ برخې ته راپوته کېدل یې له ننګونو سره مخامخ شوی یا د پورتنۍ برخې اوبو یې مخه ډب کړې او همدا ده چې د سمندر د لاندې برخې اوبو خوځښت یې ورو کړی دی.
د ساینس پوهانو په خبره، سوېلي قطب کې د اوبو بهیر ورو کېدل په اکو سیستم او خپله سوېلي قطب باندې هم بد اغېز کوي.
دا بهیر هغه خوراکي توکي چې د ژوندیو مخلوقاتو د مړینې له کبله رامنځ ته شوي او سمندر په تل کې خواره دي د اوبو سر ته راوړي او هغو ځایونو ته یې وړي چېرې چې کبان ژوند کوي او ښکار کېږي.
لوی اغېز یې دا دی چې په سوېلي قطب کې ګرمو اوبو ته لار پرانيځي او دا ګرمې اوبه د کنګلونو اوبه کېدل لا زیات وي.
یاده څېړنه اټکل کوي، چې سوېلي قطب کې د اوبو ورو خوځښت کېدای شي د شمالي اقیانوس پرتله د اوبو د ورو خوځښت کچه دوه برابره وي.