جنوبي قطب کې د لوی لندن په اندازه کنګلي کنده ماته شوې

ساینسپوهانو د جنوبي قطب په برنټ کې د یوې کنګلي کندې ماتېدل تایید کړي. د انټرکټیک په اړه د بریانیا د سروې ماموریت یوازې ۲۰ کیلومتره له ماتې شوې برخې لیرې ځای پرځای شوی، خو غړي یې هلته په خطر کې نه دي. ساینسپوهان وايي، د دې ماتېدنې لامل د "زیږون" په نامه یو طبیعي بهیر دی چې مخکې یې اټکل شوی و.‌