کرېکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو نیپال لوبډلې ته په دویمه پرلپسې ماتې ورکولو د یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

د عکس سرچینه، acb
د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د نیپال ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې ته په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې په یوه منډه ماتې ورکړه، چې ور سره یې د درې لوبو لړۍ هم وګټله.
د نن لوبې پچه افغان کرېکټ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د ټولو ۵۰ اوورونو له لوبې وروسته ټولې وېکټې له لاسه ورکړې او ۱۶۸ منډې یې وکړې.
نیپال لوبډلې په ۴۹ اعشاریه درې اوورونو کې ۱۶۷ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې منډې لوبډلمشر محبوب خان وکړي. نوموړي له ۱۱۴ توپونو ۵۸ منډې ترلاسه کړې.
د افغانستان له لوري روح الله عرب ۲۷ منډې وکړې.
له دې مخکې د همدې لړۍ په لومړنۍ لوبه کې افغانستان نیپال ته د ۱۳۰ منډو په لوی توپير ماتې ورکړه.
دا لوبلړۍ به د روانې اپرېل میاشتې تر نهمې نېټې روانه وي چې لومړۍ لوبه یې تېره پنجشنبه (اپرېل ۳مه) د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې وشوه.
د دې لوبړۍ وروستۍ لوبه به د همدې میاشتې پر نهمه نېټه ترسره کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د دې لوبلړۍ تر څنګ به افغان لوبډله د ۱۹کلنو لوبډلو د نړیوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي.
په پام کې ده د را روان نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې لوبې هم د همدې اپرېل میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې په نیپال کې ترسره شي.








