تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ نړیوال جام: افغانستان هند ته خپله لوبه وبایلله
نن افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه له هندي لوبډلې سره وکړه. افغان لوبډلمشر پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د لوبې له پیل مخکې، دواړو لوبډلو په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ لپاره څو ثانیې چوپتیا غوره کړه.
افغان لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۷۲ منډې وکړې.
تر ټولو ډېرې منډې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۰ منډې وکړې. عظمت الله عمرزي ۶۲ منډې وکړې.
د افغانستان د سر لوبغاړي ژر وسوځېدل او پیل یې ښه نه و. رحمان الله ګوربز په ۲۱ منډو، ابراهیم ځدراڼ په ۲۲ او رحمت شاه په ۱۶ منډو وسوځېدل.
د افغانستان څلورم لوبغاړی عظمت الله عمرزي خپله وېکټ د ۶۲ منډو تر جوړولو وروسته له لاسه ورکړه. د هغه په منډو کې دوه څلوریزې او څلور شپږیزې هم شاملې وې.
هندي لوبغاړو د افغان لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۵ اوور کې یوازې د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
د هند لپاره لوبډلمشر روهېت شرما ۱۳۱، ویرات کهولي ۵۵ او اېشانت کېشن ۴۷ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري راشد خان وتوانېد چې د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي اوټ کړي.
راشد خان وتوانېد چې تر یوې تېزې لوبې وروسته د لوبې به ۱۹ اوور کې د هندي لوبغاړو اوږده ملګرتیا ماته کړي.
راشد خان لومړی د ایشان کېشنت ویکټ واخیسته. بیا یې روهېت شرما بولډ اوټ کړ.
له دې وړاندې د کرېکټ نړیوال جام کې دواړو لوبډلو یوه یوه لوبه کړې ده. هند خپله لوبه ګټلې او افغانستان بایللې وه.
ویرات کوهلي استرالیا سره په خپله لومړنۍ لوبې کې د هند د کمزوري پیل نه وروسته ۸۵ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان له خوا ورو توپ اچوونکو کې راشد خان، محمد نبي، مجیب، نور احمد لکڼوال، تېزه توپ اچوونه کې نوین الحق او فضل حق فاروقي او دغه راز د توپوهنې په برخه کې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران او رحمت شاه مهم توپ وهونکي شامل وو.
بنګله دېش سره افغانستان ښه پیل درلود، په ۱۱۲ یې یواځې دوه لوبغاړي سوځېدلي وو خو په ۱۵۶ یې ټوله لوبډله وسوځېدله.
که څه هم دواړه لوبډلې به هڅه کوي، چې د خپلو لومړنیو لوبو پرتله ښه بیټنګ وکړي، خو د دواړو خواو ډېر پام به پر ورو توپ اچوونکو وي.
د افغانستان راتلونکې لوبه د ډیلي د ارون جیټلي مېدان کې له انګلنډ سره ده.
د چارواکو په وینا دې میچ لپاره ټول ټکټونه پلورل شوي وو. دا په ډیلي کې روان جام کې د هند یواځینۍ لوبه ده.
تر اوسه د نیوزلیند لوبډله د دوو لوبو ګټلو سره د جدول په سر کې ده.