د کرېکټ نړیوال جام؛ افغانستان نن له بنګله دېش سره لومړنۍ لوبه لري

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, ډيلی، هند

بنګله دېش سره د افغانستان لوبه هندوستان کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام سیالیو درېیمه لوبه ده.

دا سیالي نن شنبې د درمشاله په ښار کې ترسره کېږي. افغانستان د نړیوال جام تمریني لوبه کې سریلنکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړې.

که څه هم د دې نه وړاندې د اسیا جام لوبه کې بنګله دېش افغانستان نه د ۸۹ رنزونو په لوی توپیر سره لوبه ګټلې وه، خو تمریني لوبې کې د افغان توپوهونکو ښې لوبې ته په کتو د شنبې د ورځې لوبه به هم ډېره په زړه پورې وې.

ډېر داسې فکر کېږي چې افغان ټیم به د سریلنکا په وړاندې د تمریني لوبې لوبغاړو سره مېدان ته کوزېږي.

بنګله دېش ته په تمریني لوبه کې انګلستان له بارانه یوې اغېزمن شوې سیالۍ کې ماتې ورکړې وه.

بنګله دېش د ښو توپ اچوونکو ترڅنګ د نجم الحسن شانتو په څېر غښتلي توپوهونکي لري چې کله هم د لوبې لوری بدلولی شي .

په مقابل کې یې افغانستان چې د ورو یا سپېن توپ اچوونکو له پلوه په دې جام کې په لومړي سر کې دی، د رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدران په څېر توپوهونکي لري.

د دې نه علاوه تمریني سیالۍ کې د رحمت شاه د تېرې ورځې ښې لوبې وښودله چې افغانستان د بېټنګ له پلوه هم د پام وړ پرمختګ کړی.

تېرو پنځو یو ورځنیو لوبو څخه بنګله دېش یوه ګټلې او یوه بې نتیجې پاتې شوې خو افغانستان خپلې ټولې وروستۍ پنځه لوبې بایللې دي.

د افغانستان د دې جام دویمه لوبه به د چارشنبې په ورځ له کوربه هندوستان سره وي.

نن نړیوال جام دویمه لوبه د پاکستان او هالیڼد ترمنځ ده او پرون په لومړنۍ لوبې کې نیوزلینډ ښې توپوهنې سره انګلستان ته ماتې ورکړه او دوه پواینټونه یې ترلاسه کړل.